(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ۱۶) زرغون خوږیاڼی
د مالیزیا په پلارمېنه کوالا لمپور کې د چارواکو په ګډون په زرګونو تنو د روهینګیا هیواد د پالیسۍ پر ضد لاریون وکړ او په دغه هیواد کې یې د مسلمانانو شکنجه کول او وژل په کلکه وغندل.
د الجزیره تلویزیون په وینا، د مالیزیا لومړي وزیر نجیب تون رزاق د میانمار هیواد مشرې اونګ سان سوتشي نه وغوښتل، چې په دغه هیواد کې د مسلمانانو په وړاندې د نسل وژنې لړۍ د پای ټکی کیږدي.
د ماليزيا د لومړي وزير لاریون کوونکو ته چې شمیر یې ۱۰ زرو تنو ته رسیدو په وینا کې وویل، چې مونږ په روهینګیا کې د مسلمانانو لږکیو وژل او زورول په کلکو ټکو، د بودایانو لخوا د مسلمانانو میرمنو د جنسي تیري پيښې غندو او په دې اړه یې کلک غبرګون ښکاره کړ.
د وطن په نوم غربي ویبپاڼې په وینا، په لاریون کې نږدې ۱۰ زره کسانو ګډون کړی و، چې په کې ددې هیواد لومړی وزیر نجیب تون رازق، د کورنیو چارو وزیر احمد ذاهد حمیدي، د مالیزیا د ملګرو ملي اداره« UMNO»، د مالیزیا اسلامي ګوند، د مالیزیا مدني ټولنو او ځینو نورو سازمانونو برخه اخیستې وه.
شیخ فیصل بن جاسم آل ثاني وویل، د خلیجي هیوادونو، ترکیې او مالیزیا هیوادونو تر منځ د یووالي د نشتوالي له امله په میانمار کې مسلمانان په اوسني پېر کې د شکنجې له ناوړه څپې سره مخ دي.
په لاریون کې لومړي وزیر نجیب تون وویل، «تیره جمعه د میانمار حکومت ده ته یو لیک استولی، چې په کې یې په دغه لاریون کې د ګډون کولو اخطار راکړی دی،لیکن زه ددوی پروا نه ساتم».
ده لاریون کوونکو ته په خپله وینا کې وویل، زه نن دلته د مالیزیا د ولسمشر په توګه نه یم، بلکې د یو مالیزیايي ځوان په څیر یم او د مالیزیا د خلکو استازي توب کوم.
د مالیزیا لومړي وزیر د میانمار حکومت مخاطب کړ او ویې ویل، چې «د اراکین په وړاندې د تصفیې په نوم د مسلمان وژنې لړۍ سمدلاسه ودروئ».
نوموړي د د میانمار د بهرنيو چارو وزير، اونګ سان سوتش ته په خطاب کې وویل، کفایت کوي چې د اراکین خلک سم ژوند وکړي.
هغه د ملګرو ملتونو سازمان او د اسلامي همکاریو او د جنوب آسیا د ملتونو څخه وغوښتل، چې په اراکین کې څه تیريږي ورته د د حل یوه عاجله او بیړنۍ لاره پيدا کړو.
















