د حکمتيار کورنۍ ننګرهار ته تللې ښايي خپله هم ډېر ژر دغه ولايت ته ستون شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۱۷) الماس خدرخېل

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې دوی د ګلبدين حکمتيار راتګ ته پوره چمتوالی نيولی او ښايي چې ډېر ژر دغه ولايت ته راشي، دوی وايي چې د حکمتيار راتګ ته ټولې تيارۍ نيول شوي دي.

بل پلو يوې سرچينې د نوم نه څرګندولو په شرط ازادۍ راډيو ته ويلي، چې د حکمتيار کورنۍ ننګرهار ته رسېدلې او هغه به هم په نېږدې وخت کې ورستون شي.

په ورته وخت کې د ننګرهار والي وياند عطاءالله خوګياڼی بيا وايي، چې دوی د نوموړي د کورنۍد ورتللو په اړه کره معلومات نه لري او دا هم لا نه ده څرګنده چې خپله حکمتيار به کله رازي.

عطا الله خوګیاڼي زیاته کړه: ((دا به وروسته څرګندېږي چې د حزب ‎اسلامي امیر ننګرهار کې پاتې کېږي که بل ولایت ته ځي خو که دلته راشي نو د ننګرهار ولایت اداره او ولسونه به یې هرکلی وکړي. کوم کمېسیون چې د حکومت او حزب‎اسلامي د تفاهم‎لیک د تطبیق لپاره ټاکل شوی، بېلابېلې کمېټې لري چې یوه یې د کډوالو اړوند ده نو یو پلاوي يې ننګرهار ته راغلی و او د حزب‎اسلامي د کډوالو د راستنېدو په اړه یې خبرې وکړې)).

که څه هم تر دې وړاندې د ننګرهار والي ګلاب  منګل ويلي و، چې نوموړی به په ننګرهار کې د  سرحدونو او قبایلو چارو رياست په ودانۍ کې ځای پر ځای شي، خو يوې سرچينې وویل چې په ننګرهار کې د حزب‎اسلامي د مشر ورتګ ته تیاري روانه ده او د هغه د استوګنې ځای هم په پام کې نیول شوی چې کار پرې کېږي.

دې سرچېنې زیاته کړه چې ښاغلی حکمتیار به یوه موده په ننګرهار کې مېشت وي او بیا به کابل ته ولاړ شي.

د يادونې ده، چې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي د وسلوال مقاومت څخه لاس په سر شو او د ګډ حکومت له چارواکو سره يې د صلحې تړون لاسليک کړو، چې د دغه تړون له مخې به دولت د جګړې څخه د لاس اخېستلو په بدل کې حکمتیار او نورو مشرانو ته قضايي مصونیت ورکوي.

په مقابل کې به ګډ حکومت د حزب اسلامي جنګیالي بخښي، ټول بندیان به یې له زندانونو خوشې کوي، کابل کې به ورته دفترونه او د اوسېدو ځایونه ورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button