(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۱۷) الماس خدرخېل
تېره ورځ ماسپښين مهال د ننګرهار جلال اباد ښار اړوند هډې اخوندزاده سيمه کې په امريکايي ځواکونو چاودنه ترسره شوې ده.
ځايي سرچينو ويلي، چې چاودنه په کنډ غونډۍ سيمه کې د امريکايي ځواکونو په ټانګ ترسره شوې.
د عيني شاهدانو په وينا د چاودنې له امله امريکايي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بل پلو د وسلوالو طالبانو وياند وايي، چې چاودنه د دوی له لوري ترسره شوې او پکې يې څلور امريکايي عسکر مرګوني ټپيان کړي دي.
د نوموړي په وينا، چې د دوی پلويانو د جلال اباد ښار اړوند ۶ ناحيه کې هم تېره ورځ په پوليسو چاودنه ترسره کړې.
د طالبانو ويندوی زياتوي ياده چاودنه، چې د خالص بابا فاميليو کې رامنځته شوې، پکې ۴ تنه پوليس ځاي په ځای وژل شوي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې د دواړو چاودنو زخميان او وژل شوي يې وليدل چې په امبولانسونو کې يې روغتونونو ته ولېږدول.
تر دې دمه د دواړو چاودنو په تړاو چارواکو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
بايد وويل شي، چې په افغانستان کې امريکايي ځواکونه خپل ځاني تلفات کم ښيي او يا يې له رسنيو سره نه شريکوي.


















