افغان داخله وزیر علومي د ایټالیا له سفیر سره په خپل دفتر کې وکتل

کابل ټکی کام ۲۷میزان/۱۳۹۴
فرید احمد
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ښاغلی نورالحق علومي پخپل دفتر کې د ایټالیا له سفیر سره وکتل، د مجلس په دوران کې ښاغلي علومي د ايټالیا له هېواد څخه د کړیو مرستو په اړه مننه وکړه.
علومي په مجلس کې د فرانسې د یو لړ مرستو یادونه وکړه، چې تېر ځل یې هم د دوی سره د ځينو سیمو د امنیت د ټینګښت په برخه کې هلې ځلې کړي وې.
علومي وویل، «هیله مند یو د ایټالیا هېواد به په راتلونکو کې هم د وسلوالو د ځپلو او په هېواد کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې مو د مرستو څخه مو برخمن کړي.»
د ایټالیا سفیر د کورنیو چارو وزارت هغه امنیتي پلانونه وستایل چې په راتلونکي کې به یې پلي کوي، او زیاته یې کړه، موږ له افغانستان سره په خپلې دوامداره دوستۍ ویاړو او همېشنۍ هیله مو همدا ده چې افغان ملي پولیسو سره نه یواځې د روزنې په برخه کې بلکې په ټولو برخو کې خپلو لا نورو همکاریو ته پراختیا ورکړو څو افغان ملي پولیس د خپلو تجربو له مخې د ترهګرو په ځپلو او لمنځه وړلو کې خپلو لا نورو مثبتو پایلو ته ورسیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button