بې کیفته درمل خلک په مرګ ګواښي

لیکنه : سادات
افغانستان چې پرلپسې تاړاکګرو په هر اړخیز ډول وځاپه او ټولې ملې شتمنۍ يې لوټ فابریکي ، صنعتي او نساجې شرکتونه يې په کنډوالو بدل کړل، تراوسه پکې دټول هېواد په کچه دبساینې کومه فابریکه نه لېدل کېږي چې پدې جمله کې تر ټولو ستره ستونزه د درمل جوړنې ده .
دمعلوماتو له مخې دامهال هېوادته ۷۵ سلنه درمل له بهر څخه را واردیږي چې پاتي برخه يې په هېواد کې په ډیرو کمو وسیلو دهېوادوالو لپاره وړاندی کیږي .
له بهره په راواریدیدونکو درملو کې دپاکستان ، ایران او هند درملی د یادولو وړ دي چې که څه هم مونږ تردې مهاله دکوم بل هېواد سره په دولتي کچه کوم قراداد نه دې کړې یوازی دهېواد سوداګر دیادو هېوادونو درمل جوړوونکو فاربریکو سره قرارداد لري او خپل هېواد ته يې را واردوي .
دافغانستان د روغتیا وزیر وايي چې تېرو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت درمل وارد شوي دي.
نوموړي وويل چې د درملو د واردولو شرکتونو لخوا ټول درمل معاينه کيږي تر څو بې کفیت او دغير معياري درملو د واردولو مخه ونيول شي، چې افغان ولس دبې کیفت درملو خوړلونه په امن کې شي، خو ددرمل واردونکو شرکتونه۸۰ سلنه بې کیفته درمل اوس هم په زرغده هیواد ته را واریدوي
دغه شرکتونو دبهرینو هيوادنو کمپنیو سره د تړون له مخې درمل وارد وي، چې د لوړ نرخ درمل په ارزانه بیه ترلاسه کړي اوپه هېواد کې یې په لوړه بیه وپلوري.
بل خوا قاچاقي درملو هم په افغانستان کې ډیره ستونزه پیدا کړي ده ، قاچاق باندی کوم درمل چې افغانستان ته راځي هغه په نور هېوادنو کې پرې وخت تیر شوی وي؛ قاچاقبران هغه درمل واخلي او نوی لیبل ورباندی ولګوي او افغانستان کې په درملتونو باندي پلوري .
هغه درملی چې د قاچاق په توګه افغانستان ته راوړل کیږي ډیری برخه یی د پاکستان درملې تشکیلوی.
دغه بی کیفیته درملی چی خورا ډیر زیات په هیواد کی استعمالیږی د فایدې او د رغونې په ځاې هیوادوال یې د مرګ ګواښ سره مخامخ کړي دي. او د هېواد ډاکټران يې هم بې باورۍ سره مخ کړي دي، مریض ته درملنه وکړي خو د مریض، مرض نور هم په زیاتیدو شي .
آخر کې مریض مجبورشي چې ګاونډي هېوادونو هندوستان ، پاکستان او یا ایران ته دتداوۍ لپاره لاړشي.
په کابل کې یو ډاکټر سره مخ شوم ، ترې پوښتنه مې وکړه چې زمونږ مریضان اکثروخت کاونډیو هېوادونوته د درملنې لپاره ولې مجبورشي ؟
ډاکټر راته په جواب کې د یو مریض کیسه وکړه چې هغه ورته درملنه کړې وه خو روغ نه شو. هغه وویل : چې ما ته یو مریض راغي هغه دماغي ملاریا درلوده ، ما هغه مریض د درملنې لاندې ونیوه هغه روغ نشو تردې پورې چې مې دری ورځي په روغتون کې بستر کړه خو مرض یې نور هم په زیاتیدو شو .
نوما ورته وویل چې پاکستان ته لاړ شه کیداشي چې هلته دی درملنه وشي که چېرې روغ راغلې نو زما خواته به خامخه راځي .
همغه ؤ چې پاکستان ته ولاړ هلته يې درملنه وکړه بیا راستون شو زما خواته راغي هغه نسخي رواړولي په کومو چې یې هلته تداوي شوی وو .
په هغه نسخو کې ما چې کومه درمل لیکلي ؤ همغه په دي نسخو کې هم لیکل شوي ؤ، خو فرق پکې داؤ چې دهغه درمل ښه کیفت واله و زما درمل بې کیفیته ؤ .
ډاکټرداهم وویل چې مونږ د اولس په منځ کی د بې کیفت درمل لامله ډېر بې باوره شوي یو.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، ولسمشراشرف غني یوه پلاوی يې په دنده ګمارلی چې دملکي او پوځي ادارو لپاره دهند معتبرو درمل جوړوونکو لوی کمپنیو څخه درمل وپېري.
ولسمشر غني داخبره هغه وخت وکړ چې خلکو ورته د بې کیفته درملو شکایتونو وکړل.



