د بګرام په سرتیري برید کې ټپي شوي امریکايي عسکر ساه ورکړه

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۸) زرغون خوږیاڼی

نږدې یوه میاشت وړاندې په بګرام هوايي اډه سرتیري برید شوی و، چې نن یې یو بل ټپي شوي امریکايي عسکر د ژورو ټپو له امله ساه ورکړه.

یوه میاشت وړاند‎ې په کابل کې د امریکايانو تر ټولو لویې او خوندي اډه بګرام کې د طالبانو یوه غړي، چې په بګرام اډه کې یې کار کاوه، پر امریکايي عسکرو سرتیر برید وکړ، چې د ناټو ځواکونو په وینا په کې ۴ امریکايي پوځيان پکې ووژل شول او ۱۷ نور ټپيان شول.

د یادو ټپيانو له جملې نه نن یو بل ټپي شوي امریکايي عسکر د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه او ومړ.

طالبانو د یاد برید پړه منلې وه او یاد کس یې خپل یو نفوذي ملګرې منلی و، چې ددوی په وینا په دغه برید کې ۲۳ امریکايي پوځیان وژل شوي او ۴۴ نور ټپیان شوي وو.

هغه مهال امریکايي ورځپاڼې واشګټن پوست د بګرام پوځي اډه باندې د طالبانو برید په اړه ویلي وو، چې دې برید  ټول ځواکونه هک پک کړي او په اړه یې د امریکايي پوځيانو اندیښنې یې زیاتې کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button