س سيرت
د روان کال له پيله په هېواد کې جګړو زور موندلى دى په تېرو کلونو کې به په هېواد کې په دولتي پوځونو او امنيتي پوستو يوازى د دوبي په موسم کې بريدونه زيات و خو سږ کال دژمي په يخ موسم کې هم جګړې زور اخستى دى.
دويمه دا چې دنورو کلونو په څير دملکي او نظامي وژنو شميره هم زيات شوې ده، دبهرنيو څارونکو ادارو دمعلوماتو په اساس د تيرکال په نسبت د ملکي او نظامي وژنو په سلو کې ١٧ زياتوالى راغلى چې ددې ټولو ستونزو پړه دطالب وسله والو په شمول پر دولت زياته ور اچول شوې ده.
دپخواني ولسمشر حامد کرزى حکومت کې دا ستونزه وه چې جګړه روانه او د سولې دروازې تړلې، دوي د موجوده حکومت له پيله دسولې په اړه پنځه څلور اړخيزه غونډې وشوى خو د سولې په اړه کوم پرمختګ ونه شو ددې ټولو ناخوالو پايله چې د اشرف غني دحکومت پاليسى هم د تير په څير ده، خپله اشرف غني سوله غواړى خو د سولې لار ترې ورکه ده هغه په دې دليل چې حامد کرزي سوله د ګاونډيانو په ملاتړ غوښته؛ خو اشرف غني د ګاونډيانو سره د لفظي مقابلې لار خپله کړې ده تېره مياشت يې پاکستان د طالبانو د جګړې ملاتړى هېواد وباله، اوس يې قانون پوهان وايي ايران د طالبانو مالي او نظامي مرسته کوي، کله طالب مشران بې واکه بولي او کله ورسره د پټو مذاکراتو هڅه کوي چې دافغان ولس نااميدى دموجوده ادارى له کړنو او په هېواد کې د سولې راوستلو څخه ورځ په ورځ زياتيږي .
تيره ورځ دافغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړې استازى لورل مله دافغانستان په اړه وويل نړيواله ورورولي دي دافغانستان د سولې په اړه خپلې هڅې جارى ساتي خو په افغانستان کې د ګاونډيانو په همکاريو سوله منځ ته راتلاى شي .
لورل مله وويل هرڅوک چې دافغانستان د سولې په اړه همکاري کوي مونږ يې مننه کوو چې د مله اشاره دافغانستان ګاونډيو هېوادونو ته ده.
په افغانستان کې دامريکا پوځي جنرال او نماينده نکولسن تيره ورځ په يوه وينا کې په څرګند ډول وويل: ايران او پا کستان دواړه پر طالبانو اثر لري چې د ګاونډيو هېوادونو په ملتيا په افغانستان کې سوله راتلاى شي خو اشرف غني د ګاونډيو هېوادونو سره دسولې په اړه داړيکو نيولو پاليسى نه لري او نه دګاونډيو هېوادونو په ملاتړ کې اخلاص لري .
دا مهال د افغانستان جګړه يوې بلى مرحلې ته داخليږي چې وروسته له دې ددولت پر خلاف بل جګړه مار لوري هم دافغانستان په ختيځ او لويديځ کې جګړى پيل کړى، خو داشرف غني او ترې د راتاو ٢٠٠ سلاکارانو په لرلو دجګړى د پاى ته رسولو لا ر ترې ورکه ده.
که په افغانستان کې حکومت دطالب وسله والو سره مذاکرات ونه کړى نو امنيتى ځواکونه نور په دوه سنګرونو کې دجګړې توان نه لري که د اشرف غني پاليسي په همدې ډول روانه وي، ستونزمنه ده چې په افغانستان کې سوله رامنځ ته شي او که د طالبانو سره پټو مذاکراتو نتيجه ورکړه امکان لري له جګړې ستړو افغانانو باندې دسولې زيرى وشي خو پدې پاليسۍ چې اشرف غني دګاونډيانو په مقابل کې په تورونو لګولو خپله کړې ده ګرانه ده چې په خپله وينا کې ولس سره په کړو وعدو سوله راولي .

















