(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۹) زرغون خوږیاڼی
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کورنیو چارو وزیر ملا عبدالرزاق اخند او ملګري یې ملا عبدالستار اخند نن د جمعې په ورځ د طالبانو سره بیعت اعلان کړ.
طالبانو په یوه خپور شوي خبر پاڼه کې ویلي، چې د کورنیو چارو پخواني وزیر ملا عبدالزاق او ملګري یې ملا عبدالستار اخند د یوې درنې غونډې په ترڅ کې د اسلامي امارت له زعیم مولوي هبة الله اخندزاده سره بیعت اعلان کړ.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې نوموړو له اسلامي امارت سره د هر ډول همکارۍ وعده وکړه.
د طالب ویندوی په وینا، په غونډه کې د نوموړو شخصیتونو دغه اقدام د طالبانو او علماء کرامو لخوا په درنو الفاظو وستایل شو.
د یادونې وړ ده، چې څو میاشتې وړاندې د ستر جهادي شخصیت مولوي محمد یونس خالص بابا زوی انورالحق مجاهد هم د یوې غونډې په ترڅ کې له طالبانو سره خپل بیعت اعلان کړی و، د طالبانو نوي امیر مولوي هبة الله اخندزاده تر ډيره مرور طالبان راپخلا او خپل صف سره یو ځای کړي او په دې هڅه کې بریالی شوی دی.
د طالبانو لخوا د بیعت لیکل شوی متن خپلو لوستوالو لپاره کټ مټ خپروو:



















