د پاکستان کوېټې ښار کې چاودنې ۳۱کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کابل ټکی کام ۲۸میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
له سیمې څخه ځايي خلک خبر راکوي چې د پاکستان بلوچستان صوبې د مرکز کوېټه په سریاب روډ کې د بسونو پر ټرمینل بمي چاودنه شوې ده، چې له امله یې ۱۱ تنه وژل شوي دي او ۲۰ تنه نور ټپيان دي.
دغه چاودنه د کوېټې د سریاب روډ په دوکاني بابا چوک کې د ګاډو په ټرمینل باندې رامنځته شوه.

چاودنه داسې مهال را منځته شوه چې په بس کې ۴۰تنه سپاره وو.
د یوې بلې باوري سرچینې د خبر له مخې چې په چاودنه کې ۲ماشومان دي او ۶تنه نور مرګي حاله دي.
تراوسه پورې یې کومې ډلې پړه نه ده منلې.