د پاکستان په کویټه ښار کې زوروره چاودنه وشوه

کابل ټکی کام ۲۷میزان/۱۳۹۴
فرید احمد
زمونږ همکار له ښار څخه خبر راکوي چې همدا اوس د کویټې په سریاب روډ چاودنه شوې ده چې پکې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
چاودنه یوه مسافر وړونکي بس ته نږدې شوې ده.
او په بس کې شاوخوا ۴۰ کسان سپاره وو.
د ځینو رسنیو د خبر له مخې چې په دغه چاودنه کې څلور کسان وژل شوي دي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.
د پېښې په اړه به نور جزئيات وروسته خپاره کړل شي.



