(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۳) الماس خدرخیل
د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ د امريکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت لپاره د نوي وزير اعلان وکړ.
د نیویارک ټایمز د خبر له مخې، ډونالډ ټرمپ د تيلو او ګازو د نړيوال شرکت او د اکسان موبايل کمپنۍ مشر رکس ټيلرسن د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت لپاره نوماند اعلان کړی دی.
د راپورونو تر مخه، نوموړی د امريکا د مهمو شتمنو کسانو په ليست کې يو مشهور شتمن دی، ويل کېږي چې ټیلرسن د خپلو تجربو له مخې دنړۍ له مشرانو سربیره د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم ډېر نږديوالی لري.
تر دې وړاندې، داسې ريپوټونه خپاره شوي وو چې منتخب ولسمشر ټرمپ د روسيې ولسمشر ته نزدې کس د بهرنيو چارو وزير معرفي کوي.
بايد وويل شي، چې دغې وزارت ته د ډېرو کسانو د نومونو په ليست کې يو هم افغان الاصله زلمی خليزاد و، چې د وزارت د چوکۍ لپاره يې یادونه کېدله، خو ټرمپ د دې وزارت لپاره د امريکا مشهور ميليونر رکس وټاکلو.
ټرمپ چې یو نړیوال سوداګر او شتمن دی، نو د هیواد په کلیدي چارو کې یې هم د هیواد شتمن شخصیتونه وګومارل چې تر ډيره یې په سیاست کې کار نه وي کړی.


















