(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۳) زرغون خوږیاڼی
په سوریه کې د اسد ځواکونو او ملیشو په حلب ښار کې له بمباریو او توپچي بریدونو سره سره ډله اییز اعدامونه پیل کړي او یو شمیر ولسي وګړي یې ژوندي سوځولي دي.
د الجزیره تلوزیون په وینا، تېره ورځ د بشارالاسد او روسیې ځواکونو د هوايي بمباریو په مرسته په حلب کې د بستان القصر، الصالحین او احیاء الفردوس سیمو تر نیولو وروسته وروسته د اسد پوځيانو او کردي ملیشو د سیمې ۷۹ ملکي وګړي اعدام کړي دي.
شبکة الشام ته عیني شاهدانو بیا ویلي، چې د اسد ملا تړو ملیشو په احیاء الفردوس سیمه کې ۹ ماشومان او ۴ میرمنې ژوندۍ وسوځولې.
یاده سرچینه وايي، چې د اسد هوايي ځواکونو په الشيخ سعيد ،باب المقام ،الكلاسة سیمو هم درندې بمبارۍ کړي چې په کې د عامو وګړو کورونه په نښه شوي او ۱۰۰ تنو زیات ولسي وګړي پکې وژل شوي دي.
د سرچیني په وینا دولتي عسکرو په حلب کي بمبارونه هم تر پخوا زیات کړي چي ډیري زیان یی عام وګړو ته اوړي او هغه وګړي هم له بمباریو خوندي نه دي چې غواړي له سیمې ووځي.
سوریې رسنۍ وايي، د ښار په ۵ سلنه سیمه کي ۱۰۰ زره کسان کلابند پاتې دي، چي د روسي اشغالګرو او د اسد د رژيم له لوري سخت هوايي او توپچي بریدونه پرې روان دي.
په ورته وخت کي روسي یرغلګرو او د سوريې رژیم په حماء ولایت کي زهرجن ګاز لرونکي بمونه کارولي، چي له امله یې تر۱۰۰ زیات ولسي وګړي شهیدان شوي او نژدې ۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.
په حلب ښار کې کلابند شویو وګړو د ویډیو له لارې له ټولې نړۍ بالخصوص له اسلامي هیوادونو د مرستې غوښتنه کړې ده، یواځې غواړي چې ژوند یې وژغورل شي، د الجزیره تلویزیون ته ځايي وګړي وايي، لارې کوڅې له شهیدانو ډکې دي، روغتونونه نشته، له موږ سره دا ویره ده چې د اسد پوځیانو په راتګ سره به د ښار ټول خلک ووژل شي.
بلخوا د سوریې ازاد پوځ او انقلابیانو ویلي، چې له نړیوالو ضمانتونو سره به د حلب ښار خوشې او دوی به ترې په سوله اییزه توګه ووځي، خو د سوریې او رورسیې ځواکونو یې په غبرګون کې ویلي، انقلابیانو ته به اجازه ورنه کړي، چي له ښار څخه ووځي.


















