هلمند: دنوزاد ولسوالۍ امنیه قومندان «محمد» له خلکو په زور پیسې اخلي

  (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۳) زرغون خوږیاڼی

په هلمند ولایت کې د ګریشک ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې ددې ولایت د نوزاد ولسوالۍ امنیه قومندان محمد له خپلو عسکرو سره راځي او په ګریشک ولسوالۍ کې له خلکو د باج په توګه مالونه او پيسې اخلي.

د نوزاد ولسوالۍ چې اوسمهال د طالبانو په لاس کې ده او یاد امنیه قومندان یې ګریشک ته تښتیدلی اوس یې هلته د ولسي وګړو په چورتالان پیل کړی دی.

ځايي اوسیدونکي د هلمند ولایت مرکز ته ورغلي او دغلته یې له قومندان محمد او دده له ملګرو شکایت کړی دی، چې له ډيرې مودې راهیسې له خلکو پیسې ټولوي او که ور یې نکړي نو بیا یې د خپلو عسکرو په مټ وهي او ډبوي.

د ګریشک ولسوالۍ اوسیدونکو وویل، «  قومندان محمد په دا نږدې وختونو کې له خپلو ۲۰ پولیسو سره د تیلو یوه پمپ ته ورغلی او د پمپ له څښتن څخه يې د ۵۰ زرو کالدارو او ۳۰۰ لېتره تېلو غوښتنه کړې وه، د پمپ څښتن ۵۰ زره روپۍ ورکړې او د تېلو له ورکولو څخه یې ډډه کړې، چي د نوموړي قومندان له لوري سخت وهل شوی دی».

قومندان محمد د یادې ستونزې په اړه وایي، چې په دغه سیمه کې د پولیسو سره د ځايي اوسیدونکو شخړه رامنځته شوې وه او اوس یاده ستونزه حل شوې ده.

د یادونې وړ ده چې په لرې پرتو سیمو کې تر ډيره اربکیان او پولیس له ځايي اوسیدونکو باج اخلي، چې تر ډيره یې بیا موټر چلوونکي ښکار کیږي او په وار ووار یې دا ډول شکایتونو تر چارواکو رسولي، چې په دې اړه د ځینو پولیسو د نیول کیدو خبر هم ورکړل شوی و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button