زړګيه سترګې لګوه دقدم لاره نه ده / حاجی محمد امین

  نعت شريف

 (الحاج محمدامين صاحب مرحوم ، کله چې د مدینه منورې ښار کې و ، لوڅې ښپې ګرځیدلو او همغلته یې دا لاندې نعت یې جوړ کړی و )

زړګيه سترګې لګوه دقدم لاره نه ده

حضرت پرې ايښي قدمونه دومره خواره نه ده

په دې کوڅوکې جبرائيل عليه  السلام پښې ابله

له شوقه تللو وروره  ستا د پښودپاره  نه   ده

چې دحرم په ځمکه ږدې  قدم  او سترګې نه  ږدې

زړه دې  زخمي  نه دى سينه  دې  هم  بيماره  نه  ده

دامخامخ  قبه  چې ښکاري  زرغونه  د محبوب

ماڼۍ دعرش له دې  نه  لوړه  او  نامداره  نه  ده

دغه  پنځه  منارې لوړې د محبوب  د حرم

يوه هم کمه  د فردوس  له  لوړ ميناره  نه  ده

اوس به  په  باب سلام  ورشې د محبوب  روضې له

سينه  د هيڅ  عاشق  له دې  درده کراره نه  ده

نور په ادب او شوق حيران يم  دمحبوب روضې له

بې له مولا نه مې سپارلې دغه چاره نه  ده

سلام  دمحمد امين عرض کړه په حضور د محبوب

ځولۍ خالي  راوړې چا له دې  در باره  نه  ده

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button