روسي استازی: د حلب عمليات پای ته رسېدلي، جګړه ختمه شوې- د وسلوالو د وتلو لپاره تړون شوی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۴) الماس خدرخیل

په ملګرو ملتونو کې د روسيې استازی ويتالي چورکين په تازه څرګندونو کې ويلي، چې د حلب ښار په ختيځ کې عمليات پای ته رسېدلي، د سوريې دولتي او روسي ځواکونو د نوموړې سيمې پاتې برخه هم له مخالفو وسله والو بېرته ونيوله.

نوموړی زياتوي، چې د حلب په ختيځ کې يې له مخالفو وسلوالو سره د وتلو تړون شوی دی.

ويل کېږي، چې تړون تېره ورځ ناوخته د وسلوالو او دولتي ځواکونو تر منځ  هغه مهال ترسره شو چې دولتي ځواکونو د نوموړي ښار زياته برخه نيولې وه او پاتې يوه برخه يې له وسله والو سره وه.

د ياد تړون له مخې، مخالف وسلوالو ته د حلب نه په امن د وتلو اجازه ورکړل شوې ده؛ خو ولسي وګړي په دې تړون کې نه دي شامل.

په ملګرو ملتونو کې د روسيې استازي ويلي، چې په دې تړون کې ولسي وګړي نه رازي، هغه زياته کړه، چې په سيمه کې ولسي وګړي پاتې کېدلی او امن سيمو ته تللی شي، له بشري مرستو استفاده کولی شي او هيڅوک به ورته زيان ونه رسوي.

له سيمې څخه خبريالانو رسنيو ته ويلي، چې په ورستيو ساعتونو کې کومه جګړه يا بمبار نه دی شوی.

له بلې خوا په وسله والو پورې تړلې سرچینې باوري دي، چې په دغه تړون کې له کلابندو سیمو د زرګونو ولسي وګړو وتل هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو ادارې تېره ورځ ويلي وه چې دوی کره شواهد لري، چې ښيي د حکومت له خوا په څلورو نیول شویو سیمو کې دولتي ځواکونو ۸۲ ولسي وګړي وژلي او ممکن نور ولسي وګړي هم وژل شوي وي.

د پوځي کارپوهانو په وينا، چې د روسیې له پوځي لاسوهنې مخکې په دې جګړه کې بشار اسد بشپړه ماتې خوړلې وه او پوځي قدرت یې له منځه تللو په درشل کې و.

د سیمې اوسیدونکي بیا د کور څخه د وتلو پر مهال وژل کیږي او یا د جنګي الوتکو لخوا پرې بمبابۍ کیږي او نه شي کولای له خپلو کورونو په ډله اییزه توګه ووځي.

د ملګرو ملتونو د حقوق بشر ادارې ویاند روپرت کولویل په خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو، د « کوم راپورونه چې موږ ته رسیدلي تر ډیره یې ملکي وګړي نیولي، د اسد پوځيان د خلکو کورونو ته ننوځي او هر کس چې وویني وژني یې حتی ښځې او ماشومان هم وژني».

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button