نور نو څه ولیکم؟

لیکوال: صفي الله “رائد”
وایي: یو څه ولیکه؟ مال په داسې حال کې چې د نړۍ په هر ګوټ کې پر مظلومو مسلمانانو د وحشت او بربریت سـور اور لمبې وهي، د ظلم او ستم پرې نوره انتها ده، زه به څه ولیکم؟
په چا یې ولیکم او چاته یې ولیکم؟
له چا ګیله او چاته ګیله وکړم؟
نور نو څه ولیکم؟
نه پوهېږم چې د خلافت ستر مدعي ابو بکر البغدادي ته یې ولیکم، که د تور لیست نه وتلي حکمتیار صیب! حزبي ته؟!
له چا او چا څخه یې ولیکم، چاته یې ولیکم؟
پرون مو په برما کې مسلمانان په اور کباب شول او نن مو دا دی د حلب په ښار کې مؤمن مظلوم ولس په اور ستي کېږي، هلته ژوندي انسانان د باروتو په اور پاخه او تور دود وګرځېدل؛ له هرې خوا پرې تور ماتم جوړ دی.
خو د مسلمان امت بچیان لا د جهاد د فرضیت فتواو ته د شک په سترګو ګوري او د غرب د بشرپالنې، درواغجنې دعوې د زړه په سترګو مني.
روسي یرغلګرو او د سوريې رژیم په حماء ولایت کې زهرجن ګاز لرونکي بمونه کارولي، چي له امله یې تر۱۰۰ زیات ولسي وګړي شهیدان شوي او نژدې ۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.
په حلب ښار کې کلابند شویو وګړو د ویډیو له لارې له ټولې نړۍ بالخصوص له اسلامي هیوادونو د مرستې غوښتنه کړې ده، یواځې غواړي چې ژوند یې وژغورل شي ،خو!
خو مونږ ضعیفو مسلمانانو بیا په رسنیو کې یواځې تشو لیکنو ته کش ورکړی.
ایا دغه د حلب کلابند مظلوم ولس به زمونږ په دغو لیکنو ازاد شي؟
ایا زمونږ دغه لیکنې، مقالې او تحلیلونه به د دغو زورېدلو مظلومانو د مرستې لپاره بســنه وکړي؟!
که ځواب مو نه! وي نو بیا مونږ ولې یواځې لیکنو ته کار ویلی؟
زه وایم په داسې کرغېړنو او کلابندو حالاتو کې یو مؤمن ته یواځې قلم بسنه نه کوي، د قلم د سیاهي رنګ تر څنګ د وینو رنګ ته اړتیا ده، یوې یمني هیبتي تورې ته اړتیا ده.
یو غږ او یو قوت ته اړتیا ده.
یو منصوري لښکر او عمري عزم ته اړتیا ده.
آه!!!
موږ به یو لوی عمري لښکر له کومه کړو، چې علما او ملایان مو غلي ناست دي؟؟ د حلب د مجاهدینو له خوا د وروستۍ فتوا غوښتنه د هر با احساسه مسلمان لپاره د بیدارۍ تر ټولو قوي جرس دی.
افسوس اسلامي امته!
د امت هغوعلماو چې لا هم د جهاد فتوی نشۍ ورکولی! قسم په الله ج که لا هم همداسې ویده یئ، هغه ورځ لرې نده چې ستاسو به هم همدا حال وي او بیا به افسوس او فریاد هیڅ معنا نه لري.



