(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۴) الماس خدرخیل
د دايکندي ولايت د والي وياند شير محمد انتظار وويل، چې تېره ورځ د ياد ولايت په نوه ميش ولسوالۍ کې موټر چپه شوی چې، له امله يې ۸ تنه ووژل شول او ۲ تنه نور زخميان دي.
د نوموړي په وينا موټر د سړک د خرابوالي له امله چپه شوی دی چې دا پېښه يې رامنځته کړې ده.
بل پلو د هرات د والي وياند غلام جيلاني فرهار رسنيو ته ويلي، چې د هرات ادرسکن ولسوالۍ پر لويه لاره ترافيکې پېښه رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې مسافر وړونکي موټر ته تخنيکي ستونزه پيدا شوې چې له همدې امله موټر شوی دی.
هغه وويل، په پېښه کې يو ځوان هلک مړ شوی او د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۷ تنه نور ټپيان دي.
د هرات د حوزوي روغتون چارواکي وايي، چې له پېښې ځای څخه دوی ته يو مړی او ۱۷ تنه ټپيان ورړول شوي دي، چې د تداوۍ لاندې دي، نوموړي همداراز وويل ، چې د درې تنه ټپيانو حالت نازک دی.
بايد وويل شي، چې د خرابو سړکونو او د موټرچلونکو د بې احتياطۍ له امله د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې دغه ډول ټرافيکي پېښې رامنځته کېږي.


















