غني وايي د احمد ايشچي قضيه به عدلي- قضايي محکمې وڅېړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۵) الماس خدرخیل
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ترک ټبرو له قومي مشرانو او د ملي جنبش ګوند غړو ته ويلي، چې د احمد ايشچي قضيه به د هېواد د عدلي او قضايي مراجعو له لارې څېړل کېږي.
احمد ایشچي تیره ورځ په بګرام کې د امریکايي روغتون ته ویوړل شو تر څو هلته یې روغتیا تضمین او په اړه یې پلټنې ترسره شي.
د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال ازادۍ راډيو ته وويل، چې اشرف غني په دې تړاو راغلو قومي مشرانو ته وويل چې د قانون پر حاکميت بارو لري او د ځان په شمول هېڅوک تر قانون پورته نه ګڼي.
بل پلو د جنبش غړيو هم د احمد خان ايشچي د شرمناکې قضيې د څېړلو لپاره د ګډ حکومت د دريځ ستاينه وکړه.
د جوزجان والي لطف الله عزیزي، د جنبش د غړیو په استازیتوب وویل: “موږ د حکومت د دې دریځ چې د احمد خان ایشچي موضوع د عدلي او قضايي پروسې په چوکاټ کې څېړي ملاتړ کوو.”
د احمد خان ایشچي زوی بکتاش ایشچي وايي، چې د خپل غم د بیانولو لپاره الفاظ نه لري خو له ولسمشره د عدالت غوښتونکی دی.
بل پلو ولسي جرګې هم د يادې قضيې د څېړنو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې دا مسله بايد په جدي ډول وڅېړل شي.
بايد وويل شي، چې دوه ورځې وړاندې د جنبش غړي او د جوزجان پخواني والي احمد ایشچې ویلي و، چې دوستم پر ما د جنسي تیري هڅه وکړه او خپلو ساتونکو ته یې پر ما د جنسي تیري امر وکړ او بربنډ انځورونه یې رانه واخیستل.
په همدې حال کې د اروپا اتحادیه، امریکا ، استرالیا، برطانیه او کاناډا سفارتونو د خبرپاڼو په نشرولو کې د رسمي پلټنو غوښتنه هم کړې ده.
په دې وروستيو کې په افغانستان کې د زورواکانو له خوا عام افغانان هم تر سختې زورونې او ډارونې لاندې دي، چې وروستۍ پېښه يې د ننګرهار په ښيوه ولسوالۍ کې د يو قومندان ساتونکي له خوا د يوه پلار دوه لورګانې په يوه شپه ځانته په زوره نکاح کړې.



