يوسف احمدي: طالبان په ايران کې د« اسلامي وحدت» په نوم کنفرانس کې ګډون نه لري

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۶) الماس خدرخیل
تیره ورځ په کابل کې د ځينو رسنیو لخوا راپورونه خپاره شول چې ګنې د ایران هیواد لخوا د اسلامي امارت استازو ته په هغه هیواد کې د “وحدت اسلامي” په نامه نړیوال کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې.
د طالبانو وياند يوسف احمدي کابل ټکی کام ته په يوه رالېږل شوي خبرپاڼه کې ويلي: ” دا خبر حقیقت نلري، د اسلامي امارت استازو ته د ایران لخوا کومه بلنه نه ده ورکړل شوي، په دې اړه چې کوم څه په رسنیو کې خپاره شوي له واقعیت څخه لرې دي”
د يادونې ده، چې د افغاني رسنيو په ګډون د سوشل ميډيا له لارې هم داسې خبرونه خپاره شول چې ګنې طالبان په دغه ناسته کې ګډون کوي.
خو طالبانو نن د جمعې په ورځ په غونډه کې د ګډون څخه انکار کړی او ويلي يې دي، چې دولت پلوه رسنۍ په دوامداره ډول په خپل سر بې له تحقيق او واقعيت څخه داسې رپوټونه خپروي چې د ژورناليزم پولې ماتوي او د عامو خلکو ذهنونه مغشوشوي.
له دې مخکې طالبانو چې کومو نړيوالو کنفرانسونو او يا غونډو کې ګډون کړی، مخکې له غونډې او يا وروسته له غونډې يې د ناستې په اړه رسمي څرګندونې هم کړي دي.



