د غیر قانوني کډوالو اخراج به اروپا میشتو کډوالو ته د قبولتیا زمینه برابره کړي

تبصره
یو شمیراروپای هېوادونه په پام کې لري هغه کډوال چې د هغه هېوادونو د قانون له مخې د قبلیدو شرایط نه شي پوره کولای خپلو خپلو هیوادونوته به یې ولیږي.
په دې هیوادونو کې یو جرمني دی، چې د نورو هیوادونو ترڅنګ یې یو شمیر هغه افغانانو ته چې په جرمني کې د هغه هیواد د قانون مطابق د پاتې کیدو په شرایطو برابر نه دي، افغانستان ته به یې د یوې الوتکې په وسیله ولیږي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت افغاني چارواکو ته په دې اړه خبر ورکړی دی، چې په لومړي پړاو کې به پنځوس افغانان له جرمني خپل هیواد ته ستانه کړي او وروسته به دا لړۍ دوامداره وساتي؛ خو د جرمني هیواد ځینو چارواکو د افغان کډوالو له ډله ايز اخراج سره مخالفت ښودلی دی.
د جرمني د بادن ویرتنبرگ ایالت د زرغون ګوند رئیس اولیون هیلډن براند په زغرده د افغان کډوالو د ډله ايز اخراج په غبرګون سره ویلي دي، چي د ده ایالت به د افغان کډوالو په ډله ییزه توګه د اخراجیدو په دغه کاري پلان کې گډون ونه کړي.
د افغان کډوالو د ډله ییز اخراج په اړه هیلډن براند وویل: زه تمه لرم، چي د کورنيو چارو وزير توماس دېميزېر له نورو ایالتونو څخه که افغانان لیږي؛ خو باډن ویرتنبرگ ایالت به په هغه کې برخه وا نه خلي، هغه دغه غبرګون په دې ښودلی دی چې په باډن ویرتنبرگ ایالت کې هم ډېر افغان مهاجر د اخراج په پلان کې شامل دي.
د معلوماتو له مخې د دغه هيواد فدرالي حکومت پتېيلې وه، چي د دسمبرپه ۱۴مه به په يوه چارتر الوتکه کې ۵۰ تنه افغان مهاجر له فرانکفورت هوايي ډگر څخه د کابل نړيوال هوايي ډگر ته انتقال کړي، ځکه د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير له مياشتو راهيسې پر دغه شان پروازونو ټينگار کاوه.
تیره ورځ چې د ترکیې په منځګړتوب د سوریې په حلب کې لنډ مهالی اوربند وشو امکان لري د سوریی د ځواکونو لخوا چې په حلب کې یې مخالف وسله وال شاتګ ته اړکړل، له کورونو وتلي وګړي بیا حلب ته ستانه شي، چې په دې ستنیدا به هم په اروپایي هیوادونو کې د کډوالو په شمیرکې د یاد وړکمښت راشي.
د ۲۰۱۸م کال تر پايه پوري به ډېر مهاجر د کار خاوندان شي.
د راپورونو له مخې داسې ښکاري چي په جرمني کي به په راتلونکو دوو کلونو کې تر وزگاره کډوالو د هغو کډوالو شمېر ډېر وي چي کار کوي.
د ۲۰۱۸م کال په وروستيو کي به په جرمني کي په ټوله ايزه توگه ۴۱۰زره مهاجر د يوه شغل د اشغال له پاره تيار وي او نژدې ۳۹۴زره به بې کاره وي.
له یوې خوا په سوریه حلب کې عملیات پای ته ورسیدل، مخالف وسله وال له حلبه وایستل شوه، امکان لري له کورونو وتلي خلک بیا خپلوکورونوته ستانه شی اوله بلې خوا له جرمني او نورو اروپایي هېوادونو غیرقانوني کډوال ایستل کیږي، دا به د دې امکان برابرکړي چې په هغو هېوادونوکې د قانوني اسنادو لرونکو ته د کار او قبولیت زمینه برابره کړي.



