کابل ـ جلال اباد په لویه لاره ترافیکي پیښه کې ۴کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۶) زرغون خوږیاڼی
چارواکي وايي چې د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره یوه ترافیکي پیښه کې څلورو کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پیښه د کابل ـ جلال اباد په لویه د وریښمین تنګي سیمه کې رامنځته شوې ده،چې پکې یو تن وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ویلي، چې یو فورنر موټر کابل ته پر لاره و، چې لومړی د زرهي موټر، یوې کرولا او یو بل فرونر موټر سره وجنګیده، چې له امله یې په فورنر موټر کې یو تن ووژل شو، همدارنګه په کرولا موټر کې یو تن ټپي او په زرهي موټر کې دوه تنه ټپيان شول.
ویندوی وايي، ټپیان د کاکڅ روغتون ته لیږدول شوي، چې روغتیايي حالت یې د ډاد وړ دی.
تر اوسه د یاد ټکر سبب نه دی په ګوته شوی.



