اشرف غني د امریکا سفیر ته د غازي محمد اکبر خان مډال ورکړ

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۶) زرغون خوږیاڼی

جمهور رئيس ااشرف غني وړمه شپه په افغانستان کې د امریکا سفیر کایل میکنلي ته د غاري محمد اکبر خان دولتي مډال ورکړ.

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي ، چې جمهوررئیس اشرف غني په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر مایکل ميکنلي ته د هغه د ښه ماموریت په خاطر د غازي محمد اکبر خان دولتي عالي مډال ورکړ.

غونډه تیر ماښام په ارګ کې جوړه شوې وه، چې په کې محمد اشرف غني او دده میرمن، لوړ پوړي حکومتي چارواکي، د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان او په کابل کې میشت یو شمېر سفیران او دیپلوماتانو ګډون کړی و.

په غونډه کې د جمهور رئيس اشرف غني فرمان د جمهوري ریاستد فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر له خوا ولوستل شو او وروسته د اشرف غني لخوا په افغانسان کې د امریکا سفیر مایکل میکنلي ته د غازي وزیر اکبر خان دولتي مډال ورکړل شو.

ولسمشر غني په غونډه کې د امریکايي سفیر د کاري مودې د پای ته رسیدو په اړه دده خدمتونه وستایل، د اشرف غني په وینا مایکل میکنلي په افغانستان کې دامریکا او افغانستان تر منځ د ښو اړیکو ټینګولو، په هیواد اوسیمه کې د سولې راوستلو او افغانستان ته د مرستو جلبولو کې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړي نو یې د وروستۍ میلمستیا پر مهال د غازي محمد اکبر خان مډال په سینه وروټومبه.

د یادونې وړ ده، چې اوسمهال په افغانستان کې تر بل هر هیواد زیات، چارواکو او د سیمې او نړۍ په کچه په دې هیواد کې دخیلو امریکا پلوو جنګي کړیو ته په لویو لویو نومونو مډالونه ورکول کیږي، چې څو ورځې وړاندې اشرف غني د امریکا دفاع وزیر اشتوتن کارتر ته هم د وزیر اکبرخان مډال په سینه ورټومبلی و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button