د اسد ملیشو په حلب کې ۸۰۰ تنه ملکي وګړي برمته کړي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۶) زرغون خوږیاڼی

په سوریه کې د اسد او ایراني ملیشو د حلب ۸۰۰تنه ملکي وګړي برمته کړي او دغلته د ملکي وګړو د لیږدیدلو لړۍ ودرول شوې ده.

د ترکي رسنیو په وینا، ملکي وګړي له حلب ښاره د سره صلیب په بسونو کې لیږدول کیدل چې د اسد رژیم او ورسره نورو بهرنیو پوځیانو په لیږدیدونکي کاروان برید کړی او ۸۰۰ تنه یې برمته نیولي دي.

د سرچینې په وینا، د حلب د ملکي وګړو د لیږدوونکو بسونو په تم ځای کې د چاودنو غږونه هم اوریدل شوي دي.

د ملکي وګړو له برمته کولو وروسته د حلب کلابندو وګړو وتل ځنډول شوي، ویل کیږي چې تر دې مهاله نږدې ۸زره ملکي وګړي خوندي سیمو ته لیږدول شوي، چې ځینې یې د سوریې ادلب ښار ته او ځینې نور یې ترکیې هیواد ته تللي دي.

د اسد حکومت ویلي دي، چې د حلب ښار د ولسي وګړو د ویستلو لړۍ یې درولې ده، دوی ادعا کوي چې انقلابیانو یې د دوو شیعه مېشتو ښارونو اوسېدونکي چې د بشار اسد ملاتړي دي له لیږدول منعه کړي دي او ځينې یې د وتلو پر مهال له ځانه سره بندیان بیولي دي.

په سیمه کې ازادو رسنیو خبر ورکړی، چې د حلب له ښاره د وتلو لیږدیدونکي بسونه د ځايي ملیشو لخوا برمته شوي او د وتلو اجازه وه ورکوي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د حلب په کلابند ښار کې لا هم ۵۰۰۰ ملکي وګړي ایسار دي، چې د لیږد لړۍ یې دریدلې ده.

په همدې حال کې د ترکي خبري اژانس ټي ار ټي ویلي، چې د ترکیې لومړي وزیر  بنعلی یلدیریم د روسیې له لومړي وزیر دیمیتري مدویدوف سره د حلب د ملکي وګړو د برمته کولو په اړه ټیلیفوني اړیکه نیولې ده.

بنعلي یلدریم له روسي مشر څخه غوښتي چې د حلب ښار تر تخلیه کولو پورې ددغه ښار ولسي وګړو ته کوم زیان ونه رسیږي او په امنناکه توګه دغه لړۍ سرته ورسیږي.

دیمتری مدویدوف ویلي، چې د حلب ښار د تخلیه موضوع له نږدې څاري، ده زیاته کړه دواړه خواوې په وهڅول شي تر څو اوربند ته ژمن پاتې شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button