افغان کرکټ ۱۹کلنې لوبډلې د پاکستان۱۹ کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۶) زرغون خوږیاڼی
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د پاکستان ۱۹ کلنې لوبډلې ته د سریلانکا په متارا ښار کې ماتې ورکړه.
د اسيا د ١٩ کلنو ځوانانو د کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان لوبډلې پاکستان ته د ٢١ منډو په توپير ماتې ورکړه. په دغو اتلولیو کې دا د افغانستان دویمه لوبه ده.
افغانستان لومړۍ لوبه بنګلادیش ته بایللې وه.
د لوبې پچه د پاکستان ۱۹ کلنې لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه.
افغان لوبغاړو په خپله لوبه کې ۲۷۳ منډې جوړې کړې او د پاکستان لوبډلې ګټې ته یې ۲۷۴ هدف وټاکه.
درویش رسولي په پنځه شپیته توپونو ۹۲ منډې نا سوځيدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د افغان لوبډلو اوپنرانو ۷۴ منډې ملګرتیا وکړه چې د پاکستان لوبډله یې ورخطا کړې وه.
ابراهيم ځدراڼ ۵۰ منډې وکړې او نويد عبيد ٣١ منډې جوړې کړلې.
ورپسې د پاکستان لوبغاړو لوبه پیل کړه چې د لوبې پیل یې ښه نه و، د پاکستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله په پوره پنځوس اورونو کې د ټولو لوبغاړو په وسوځېدو سره ۲۵۲ منډې جوړې کړې چې لوبه د ۲۱ منډو په توپیر افغان لوبډلې وګټله.
په پاکستاني لوبغاړو کې عبیدالله شفیق ۶۰ منډې جوړې کړې.
افغان ۱۹کلنه لوبډله به د دسمبر په ۱۸مه نیټه له سینګاپور سره لوبه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان ملي کرکټ لوبډلې له عربي امارتو لوبډلې هم لوبه وګټله او افغانستان نن د کرکټ په برخه کې دوه بریاوې لرلې.



