د عربي اماراتو سره د کرکټ دویمه سیالي هم افغان لوبډلې وګټله

 (کابل ټکی کا م ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۶) زرغون خوږیاڼی

نن د جمعې په ورځ په عربي امارتو کې د کرکټ د شل اوریزو سیالیو دویمه لوبه کې افغان لوبډلې د عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د لوبې ټاس دعربي اماراتو لوبډلې وګټلو او د توپوهنې پریکړه یې وکړه، چې په شل اورونو کې یې ۱۷۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ګټې لپاره ۱۸۰ هدف وټاکه.

د عربي اماراتو لوبډله کې شایمن انور وځلید او ۶۰ منډې یې جوړې کړې، روحان مصطفی ۴۳ او رمیز شهزاد ۴۷ منډی وکړې او ناسوځیدلی پاتې شو.

ورپسې افغان لوبډلې د نندارچیانو په هڅونې سره لوبه پیل کړه، افغان لوبډله وتوانیده چې یاد هدف د ۱۹ اوور په څلورم بال پوره کړي.

په افغان لوبډله کې نجیب ځدران ښه وځلیده، نوموړي په ۲۴توپونو د درې شپږیزو او پنځو څلوریزو پر مټ ۵۵ منډې جوړې کړې او ناسوځیدلی پاتې شو، شهزاد محمدي په ۱۲ توپونو ۳۱ منډې او لوبډل مشر اصفر ستانکزي په ۲۰ منډو ۲۹ منډې جوړې کړې.

دا په عربي اماراتو کې د افغان لوبډلې دویمه لوبه وه چې دواړه لوبې یې ګټلي دي، ټاکل شوې ده چې درېیمه لوبه به د یکشنبې په ورځ ترسره شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button