ننګرهار چارواکي: د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۶ داعشیان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۷) الماس خدرخیل
د ننګرهار ولايت امينتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په اچين ولسوالۍ کې ۱۶ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي څانګې مسؤل حضرت حسين مشرقيوال رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې بهرنيو ځواکونو تېره ورځ د اچين په عبدالخيلو سيمه کې د داعش پر مرکزونو بريدونه ترسره کړي دي.
د نوموړي په وينا په دې بريدونو کې يې د داعش د وسلو اومهماتو ډيپو هم له منځه وړې ده.
که څه هم مشرقيوال وايي، چې په دې بريدونو کې ۱۶ د داعش ډلې پورې مربوط جنګيالي وژل شوي او ملکي خلکو ته زيان نه دی اوښتي، خو تر دې وړاندې د بهرنيو ځواکونو په بې پيلوټه هوايي بريدونو کې لسګونه تنه ولسي وګړي په نښه شوي او وژل شوي دي.
داعش ډلې پورې مربوطو سرچينو تر اوسه د دغه تازه بریدونو په اړه څه نه دی ویلي؛ خو د سیمې اوسیدونکي وايي، چې تېره شپه په یاده سیمه کې د داعش په مرکزونو هوايي بریدونه ترسره شوي دي.
ویل کېږي، چې د داعش په نوم وسله واله ډله د ننګرهار په پنځو ولسواليو کې نظامي حضور لري او د پاکستان له پولې هغې غاړې وسله وال دغې ولايت ته د جګړو لپاره راځي.
دغه ډله د ولسي خلکو د کورونو په سوځولو، د بې ګناه وګړو وژلو او يو شمير نورو زورونو باندې تورنه ده.



