ننګرهار: په وسله وال بريد کې د څلورمې حوزې د استخباراتو مدير وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۷) الماس خدرخیل
يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته ويلي، چې د ننګرهار ولايت جلال اباد ښار اړوند د څلورمې حوزې د استخباراتو مدير محراب الدين په يوه وسله وال بريد کې وژل شوی دی.
سرچينه زياتوي، چې په نوموړي د سرخرود ولسوالۍ اړوند سيمه کې بريد ترسره شوی دی.
بل پلو وسلوالو طالبانو د ياد بريد مسؤليت منلی، کابل ټکی کام ته يې په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې په محراب الدين باندې يې د سرخردو ولسوالۍ اړوند بختان سيمه کې بريد کړی.
د خبرپاڼې له مخې په دغه بريد کې د استخباراتو مدير وژل شوی او د هغه توفنګچه يې هم وسلوالو طالبانو له ځآن سره د غنيمت په ډول وړې ده.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې په سيمه کې بريد ترسره شوی خو په اړه يې نور معلومات نه لري.
بايد وويل شي، چې د ننګرهار ولايت په بېلابېلو سيمو کې د وسلوالو طالبانو له لوري د دولت استخباراتي او نظامي کارکوونکي په هدفي وژنو کې هم له منځه وړل کېږي.



