ترکيه: موټربم بريد ۶۰ تنو سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۷) الماس خدرخیل

د خپرو شويو خبرونو پر بنسټ د ترکيې د قيصري په ولايت کې په امنيتي ځواکونو موتربم بريد ترسره شوی، چې پکې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي او ۴۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ترکيې پوځ مطبوعاتي څانګې په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې بريد نن سهار مهال د قیصري ولايت د کومانډو ځواکونو د لومړی غونډ په بس موټر ترسره شوی دی.

د ترکيې لومړي وزير مرستيال واستل قیناک رسنيو ته وويل، چې سرتيري په بس موټر کې د رخصتۍ تېرولو لپاره کورونو ته روان وه، چې په لاره کې د سرتيري موټربم بريد سره مخ شول.

د دغه ولايت والي رسنيو ته ويلي، چې پېښه د قیصري ولايت د ايرجيش پوهنتون ته څېرمه سهار شاوخوا اته بجې رامنځته شوې ده. د نوموړي په وينا کيدی شي په دې بريد کې ملکي وګړو ته هم زيان اوښتی وي.

له موټربم بريد وروسته  د ترکيې د کورنیو چارو وزیر سلیمان  سویلو قیصري ولايت ته سفر وکړ.

د يادونې ده، چې د تېرې شنبې په ورځ د ترکيې استانبول په ښار کې په ضربتي پوليسو دوه پرلپسې چاودنې ترسره شوې، چې پکې د ۳۷ تنو پوليسو په شمول ۴۴ تنه ووژل شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button