چاپلوسي کول څه حکم لري؟

عزیر اسدخیل
چاپلوسۍ ته په عربې ژبه کې (التملق) وايي، چاپلوسي له حد څخه زياته نرمي، لطف او يو چا ته بې حده عاجزۍ کولو ته وايي، يعنې د يو چا په صفت کولو، احترام کولو، نرمي کولو کې افراط یا زیاتوالي ته چاپلوسي وايي، چې په شريعت کې ددې عمل څخه منع راغلې ده.
رسول الله فرمايلي:
-لَيْسَ مِنْ خُلُقِ الْمُؤْمِنِ الْمَلَقُ…
ژباړه:
چاپلوسي کول د مؤمن له اخلاقو څخه نه ده.(حديث مرفوع)
تملق او چاپلوسي يو اخلاقي آفت دی چې، کله د خپل حق تر لاسه کولو لپاره وي، کله د غير حق لپاره وي او کله يو انسان ته د طمع لپاره وي، چې د چاپلوسۍ ظاهر د حقيقت خلاف وي؛ نو ددې آفت څخه بايد مسلمان ځان وساتي.



