(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۹) الماس خدرخیل
د لوګر چارواکي وايي، چې نن سهار مهال د ولايتي شورا په دروازه کې د ماين چاودنه ترسره شوې ده.
د دغه ولايت د شورا غړی ناصر غيرت رسنيو ته ويلي، چې په چاودنه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د ځينو ودانيو ښيښې يې ماتې کړي دي.
د نوموړي په وينا دوه ورځې مخکې هم د يادې ودانۍ مخې ته چاودوېدونکي توکي ځاي پر ځای شوي و، چې د امنيتي ارګانونو لخوا کشف او خنثی شول.
په هېواد کې د وسلوالو طالبانو له لوري د دولتي ادارو نظامي کارکوونکي او لوړ پوړي چارواکي د چاودنو او وسلوالو بريدونو هدف ګرځي، خو تر دې دمه د يادې چاودنه مسؤليت کومې ډلې نه دی اخيستی.