جان مکین: امریکا په نړۍ د مشرتابه رول له لاسه ورکړی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۹) زرغون خوږیاڼی

د امریکا د ایروزینا ایالت سناتور جان مکین ویلي، چې د امریکا متحده ایالات د نړۍ د نظم په له منځه وړلو سره د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د نړۍ د مخکښ هیواد په توګه خپل رول له لاسه ورکړی دی.

جان مکین د «CNN» تلویزیون سره په یوه مرکه کې چې د « امریکا د مشرتابه هیواد په توګه» تر سر لیک لاندې وه وویل، «وروستیو پيښو ته په کتنې سره لکه په سوریه کې جګړې، د چین لخوا د امریکا د بې پیلوټه بیړۍ نیول او مخالفتونه او همدارنګه په ټاکنو کې د روسي هکرانو د لاسوهنې تور دا په ډاګه کوي چې امریکا په نړۍ د مشرتابه په توګه خپل رول بایللی او کمزوری شوی دی».

په مرکه کې جان مکین دا هم وویل، چې له شک پرته د امریکا د متحده ایالاتو په ټاکنو کې د سایبري بریدونو تر شا د مسکو لاس و.

جان مکین دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر اوباما هم په دې اعتراف کړی و چې امریکا په افغانستان کې طالبان نه شي ماتولی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button