افغانانو د حاجي دينارخيل د خلاصون لپاره لاس په کار شئ!

ډاکټر عبد القادر
تېره ورځ يو شمېر رسنيو خبر ورکړ چې د پلچرخي زندان ترټولو سپين ږيری او ناروغ بندي دمرګ په حال دی .
۹۰ کلن حاجي دینارخيل د عبدالکريم زوی د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی له تېرو څو کلونو راهيسي په پلچرخي زندان کي بندي دی ، نوموړی له سختو ناروغیو له کړيدو سربېره د چارواکو لخوا له توهين آميزه چلند او نه پاملرني سره هم مخ دی .
رسنيو ته رسېدلي معلومات ښيي چي حاجي دينارخيل د نژدې دريو کلونو راهيسي له سختي عصبي ناروغۍ سره سره د عمر د ډېروالي او ضعف له وجې د فلج له ناروغۍ هم کړيږي ، د نوموړي د ناروغۍ له سختېدلو سره بندیانو څو ځلي د زندان چارواکو ته خبر ورکړی چي که يې درملنه ونه کړئ د نورو بنديانو په شان به دا بوډا بندي هم خپل ژوند له لاسه ورکړي .
د پلچرخي محبس بنديان وايي چي د دغه سپين ږيري بندي د ناروغۍ په شدت سره شپږ ورځي مخکي چارواکو نوموړی د کابل څلورسوه بستريز روغتون ته انتقال کړی او هلته يې دده جراحي عمليات تر سره کړيدي مګر دوه ورځي مخکي يې زندان ته بیرته پداسي حال کي راوړ چي د بېهوښۍ په حال کي وو او د علميات شويو ځايونو سم پانسمان يې لا هم نه وو ورکړی .
حاجي دينارخيل چي اوسمهال د ډېر عمر او سختي ناروغۍ له امله د مرګ او ژوند پر پوله ولاړ دی په زندان کي د نور وخت تېرولو توان نلري او له خپلو مسلمانو وروڼو هيله لري چي دده په خلاصون کي مرسته وکړي .
يو څوک چې انساني عاطفه او دبشرپالنې احساس ولري دداسې خبرونو په اوريدلو يې غوني زيږه او وينه يې په جوش راځي .
يو عمر خوړلي شخص په بند کې ساتل او رنګارنګ تعذيبونه ورکول دا جوتوي چې دلته د انسانيت جنازه وتلې او هر لوري ته وحشت خپور دی .
ليکوالان، خبريالان، مطبوعاتي فعالان، د پارلمان وکيلان او عام افغان مسلمان ولس بايد د دغه مظلوم بندي په حق کې ږغ پورته کړي؛ په حکومت باندې فشار راوړي او د خلاصون لپاره يې جدي هلې ځلې وکړي، ځکه د داسې نارواو په وړاندې سکوت مجرمان نور هم زړور کوي او هغوی ته جرات ورکوي چې خپل ظلمونه نور هم زيات کړي ، په دې ښه ځان پوه کړئ چې دظلم په وړاندې چوپتيا هم جرم دی .
کله چې موږ دخپلو جرائمو او ظلمونو په مټ الهي عذاب ته دعوت ورکوو ، کله چې په موږ کې دداسې سپينو ږيرو قدر نه وي نو په کومو سترګو به دسولې سوکالی او هوساينې تمه ولرو.!
دنوموړي دکورنی يو غړی وايې چې له داسې ناروا ظلمونو څخه دچارواکو هدف څه شی دی؟ داسې سپين ږيري ته تعذيب ورکول خو دمروت، افغانيت او انسانيت خلاف عمل دی، له دې خو ښه دا ده چې نوموړی په شهادت ورسول شي، زموږ غوښتنه له ټولو افغانانو څخه دا ده چې دنوموړي دخلاصون لپاره اواز اوچت کړي او خپله ایماني او وجداني وجیبه دي ادا کړي .
د حاجي دينارخيل دوسیه نمبر: 0427 دی، د پلچرخی محبس، د ۴ بلاک، په ۲ منزل کې د خپل ژوند وروستۍ شیبې شماري.


