په ترکیه کې د روسیې سفیر د وژنې په غبرګون کې د پوتین خبرداری

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۳۰) زرغون خوږیاڼی

په ترکیه کې د روسي سفیر د وژنې په غبرګون کې د روسیې جمهور رئيس ولادیمیرپوتین په بهرنیو ملکونو کې خپلو ټولو دیپلوماتانو ته د ورته بریدونو خبرداری ورکړی.

ولادیمیر پوتین په ترکیه کې د روسي سفیر آندری کارلوف وژنه د دواړو هیوادونو تر منځ یو لمسوونکی عمل بللی دی.

پوتین ویلي، چې په ترکیه کې د روس په سفیر وسله وال برید د روس ـ ترکیې د اړیکو د خرابولو او په سوریه کې د سولې په بهیر کې د خنډ رامنځته کولو په هدف ترسره شوی دی.

 نوموړي په انقره کې د روسي سفیر د وژنې په اړه په یوه ځانګړې ناسته کې په ټولو بهرنیو ملکونو کې د روسیې د سفارتونو د امنیت ټينګولو امر وکړ.

د روس ولسمشر د ترکیې له ولسمشره وغوښتل، چې په دغه هیواد کې د روسي دیپلوماتانو امنیت خوندي او تضمین کړي.

 تیر ماښام مهال په ترکیه کې د روسیې سفیر اندري کارلوف د انځورونو په يوه نندارتون کې وینا کوله، چې د ترکیې یوه پولیس پرې ډزې وکړې او ځای پرځای یې ووژلو.

بریدګر وروسته خبریالانو ته د خوندیتوب خبر ورکړ او یې ویل، چې «حلب وژغوئ، سوریه وژغورئ».

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button