ملګري ملتونه: وسله وال طالبان دې د سولې له بهير سره يو ځای شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۳۰) الماس خدرخیل
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ويلي، چې وسله وال طالبان دې په افغانستان کې د سولې له بهير سره يو ځای شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تاداميچي يوماماتو څرګنده کړه، چې په دې هېواد کې روان بحران سياسي حل غواړي، په پوځي مبارزه نه شي حل کېدلی.
نوموړي د امنيت شورا غونډې ته د خپلو خبرو په دوام کې وويل: “د افغانستان سوله او ثبات یوازې د دې هېواد په ګټه نهدی، بلکه د ټولې سیمې هېوادونه به له اقتصادي او امنیتي اړخه ګټه ورڅخه واخلي. زه سیمه ییزو همکارانو هڅولای یم چې له افغانستان سره په ټولنیز، اقتصادي او د بشري منابعو د ودې برخه کې مرسته وکړم.”
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړو د نوموړي د خبرو هرکلی وشو.
هغه همدا راز له ټولو افغانانو غوښتنه وکړه چې خپل اختلافونه څنډې ته کړي او خپل هېواد اباد کړي.
محمود صيقل غونډې ته د خپلو خپر پر مهال وويل: د طالبانو او زموږ په ګاونډ کې د هغوی د ملاتړ کوونکو د جنترۍ پر اساس، د جګړې موسم پای ته رسېدلی. د وسلهوالو طالبانو زیات غړي مدرسو ته ستنېږي او د جګړې بل موسم ته ځانونه تیاروي.”
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۵ غړي لري چې امریکا، روسیه،چین، بریتانیه او فرانسه دایمي دي او پاتې یې په دوره يې ډول غوره کېږي.
پرون ورځنۍ غونډه کې د هند، ایران، کاناډا او يو شمير نورو هېوادونو استازو هم د افغانستان د سولې د راوستلو په اړه خبرې وکړې.
د يادونې ده، چې په هېواد کې وسلوال طالبان د خارجي او داخلي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
طالبانو په وروستي ځل وويل، چې هغه وخت به د امريکايانو سره د سولې او مذاکراتو خبرو ته کيني چې د خارجي قواوو د وتلو ضمانت څوک ورکړي.



