دبې صلاحیته ښاروال بې صلاحیته ولسمشر

سرلیکنه

په یوه هیواد کې د قانون له مخې ترټولوزیات صلاحیت پارلمان ولسمشر ته ورکړی وي د پارلمان له تائید وروسته د ولسمشر په لاس لیک دیوه او یا د ډيرو کسانو اعدام عملي کیږي او هم ولسمشر صلاحیت لري چې اعدام وځنډوي یا اعدام په کلونوبند بدل کړي.

افغانستان هم یو ازاد هېواد دی او اولسمشر یې د نورو هیوادونوپه څیر داساسی قانون له مخې د صلاحیتونوحقداردی خو صلاحیت نه لري او لکه څرنګه چې ولسمشر صلاحیت نه لري دارنګه ېې وزیر،والي، رئیس، وکیل او ښاروال هم نه لري.

نهه میاشتې دمخه ولسمشر محمد اشرف غني د تخار ولایت مرکز تالقان ته یوښاروال په خپل حکم لیږلی خو به نهومیاشتوکې چا نهه ورځې هم کار ته نه دی پریښی او نه یې څوک دښاروال په صفت پیژني.

په تالقان کې د ولسمشر په حکم نائيد فرخاري د ښاروال په توګه ټاکل شوی، خو تر اوسه ېې د کارونو پر وړاندې خنډونه جوړېږي، پخوانی ښاروال عزیزالرحمن د اجراييه رياست په غوښتنه د ښاروالۍ څوکۍ ټينګه نيولې ده دتالقان نوی د ولسمشر په حکم ټاکل شوی ښاروال په دولت کې رسمیت لري خو د کارصلاحیت نه لري .

د پوځ هم همدا حال دی په افغانستان کې د بهرنیوځواکونو دقاطع ماموریت ویاند مایکل کلیفلند وایي هغه کسان پوځ ته معرفي کړل شوي دي چې په هیڅ نه پوهیږی په دې هم نه پوهیږی چې خپله دنده څرنګه او په څه ډول اجراکړي، د پوځ له اصولو سره هم اشنا نه دي مایکل کلیفلند وایي ترڅوچې پوځي ځوانانوته پوځي روزنه ، پوهه ،تجهیزات،کافي خواړه او ولس سره دسلوک ښودنه ورنه کړل شي  دوې د مخالفینوسره په لازمه توګه مبارزه نه شي کولای همدا دلیل دی چې افغا ن پوځي مشرانوته صلاحیت نه ورکول کیږي.

د پروان والي انجنیرعاصم دخپل حکومت په کمزوریو اعتراف کوي وايی  والي یم خو د والي صلاحیت نه لرم حال داچې د نورو والیانو په نسبت انجنیرعاصم زیاته پوهه او تجربه لري او هم خپله اجرائیه رئیس پروان ته د والي په صفت لیږلی دی.

په هرات ولایت کې نه والي واک لري او نه ېې امنیه قوماندان، نه ېې ښاروال واک لري او نه ېې د محاکمورئیس، په هرات کې د انسان تښتوني جرمونه ، وژني، غلا ، او نورجرائم په سلوکې پنځوس زیاتوالی رغلی دی خوولایتي چارواکي ېې د کنترول قابلیت او صلاحیت نه لري.

هلمند کې له غروره ډک جبارقهرمان او س د قهرمانۍ په نامه شرمیږي وايی په ټول افغانستان په ځانګړي ډول په هلمند کې روانه جګړه مهارېدونکې ده، خو  په حکومت کې ځینې لوړ پوړي چارواکي قصدآ د دغي جګړې مهار کولو ته اراده نه لري هغه هم دصلاحیت نه لرلو اعتراف وکړ او دتسلیمۍ پوزه ېې په ځمکه راښکله .

دکورنیوچارو اوداطلاعات وزارتونو پخوانیو وزیرانوعلومی او جهاني په دې له وزارتونو استعفاوي وکړې چې وزارتونه ېې لرل خوصلاحیتونه ېې نه لرل.

له ولسمشره  نیولې تراجرائیه رئیسه،والي،وزیر،ښاروال او … چې صلاحیت نه لري په اصل کې دملي یووالي حکومت صلاحیت نه لري ، چې کله جان کیري دا حکومت جوړاوه ویلي ېې وو چې دوه کالو وروسته به اجرائیه ریاست په صدارت بدلیږي که بدل نه شو اجرائیه ریاست به له منځه ځي په دوو کې یوهم ونه شو ځکه خو موجوده حکومت مشروعیت له لاسه ورکړی دی او هرصلاحیت لرونکی شکایت کوي چې صلاحیت نه لرم لکه څرنګه چې په تالقان کې دولسمشر په حکم نائيد فرخاري او د پروان والي انجنیرعاصم صلاحیتونه ، نه لري دا ډول یې اجرائیه رئیس او ولسمشر هم نه لري صلاحیت  دهغه چا په لاس کې دی چا چې دا حکومت جوړکړی دی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button