زلمی خليلزاد: امریکایان په خپلو ژمنو او پلانونو کې رښتینې نه دي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱) الماس خدرخیل

د افغانستان لپاره د امريکا پخوانی سفير زلمی خليلزاد وايي، چې په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي عمده عامل دادی، چې امريکايان په خپلو ژمنو او پلانونو کې رښتيني نه دي.

هغه دا څرګندونې په يوه تازه مقاله کې کړي دي، چې نوم يې دی (له ما وروسته د افغانستان وضعيت ولې خراب شو؟).

نوموړي ليکلي، چې امريکا له افغان حکومت سره ريښتينې نه وه، په هېواد کې يې له مخالفينو سره جدي مبارزه نه کوله، له همدې کبله دلته مخالفين قوي او وضعيت له کنټرول نه ووت.

د هغه په وينا که امريکا په لومړي سر کې پر پاکستان فشار راوړی و نو اوس به په سيمه کې امنيت ټينګ او جګړه نه وه.

خليلزاد زياتوي، چې له همدې امله وه، چې د کرزي ادارې پر امريکايانو خپل باور له لاسه ورکړ او فکر يې وکړو چې امريکايان د جګړې اوږدول غواړي، هغه وايي چې د امريکا او کرزي تر منځ اړيکې همدې بې باورۍ خرابې کړې.

هغه ليکي چې امريکايان پوهېدل چې په هېواد کې وسلوال مخالفين د قوت په حالت کې وه، خو ولسمشر اوباما د سرتيرو د کمولو پرېکړه وکړه او افغان ځواکونو د امنيت د ټينګښت وړتيا نه لري.

هغه لیکلي چې امریکا په افغانستان کې له ځينو جګړه مارانو لکه دوستم او نورو ملاتړ وکړ او دوی د حامد کرزي په وخت کې او اوس د فساد او خپل سریو عمده لاملین دي.

کرزي آن په ۲۰۰۵ کال کې هم د دوستم پر وړاندې اقدام وکړ خو د امریکا له مخالفت سره مخ شو.

دا په داسې حال کې، ده چې ولسمشر اوباما څو ورځې وړاندې يوې امنيتي غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې په افغانستان کې طالبانو ته ماتې نه شي ورکولی.

بل پلو د پخواني ولسمشر حامد کرزي څرګندونې هم دا را په ګوته کوي چې رښتيا هم امريکايان غواړي چې په سيمه کې جګړه اوږده، افغانان يو تر بله سره ووژني او دوی خپلو موخو ته ځانونه ورسوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button