کابل ښار کې د بهرنیو ځواکونو اډې سره نږدې بم چاودنه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱) زرغون خوږیاڼی
د کابل د اوومې امنیتي حوزې اړوند د بهرنیو ځواکونو یوې اډې سره نږدې د یوې چاودنې غږ اوریدل شوی دی.
په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې چاودنه په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو یوې اډې سره نږدې د یو ځای پر ځای شوي بم پواسطه رامنځته شوې ده.
بم چاودنه د پارلمان د ودانۍ په څو سوه مترۍ کې رامنځته شوې ده، تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
په سیمه کې امنیتي ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جزئيات وروسته…



