
پنتاګون: پکتيا کې الوتکه طالبانو ويشتلې وه
کابل ټکی کام ۲۸میزان/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
د امريکا دفاع وزارت (پنتاګون) له دوه اونيو له ډېرې مودې وروسته تاييد کړه، چې د پکتيا ولايت په سيد کرم ولسوالۍ کې يې الوتکه د طالبانو له لوري ويشتل شوې وه.
دغه الوتکه اېف ۱۶ ډوله وه، او طالبانو د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه په نښه کړه.
طالبانو هغه مهال ويلي و، چې الوتکو دوی ويشتلې او راغورځولې ده، او پيلوټ يې د پراشوټ په وسيله په سيمه کې کې کوز شوی دی، چې دوی يې د نيولو هڅې کوي، خو امريکايي چارواکو لومړی د الوتکې په هکله هيڅ نه ويل او وروسته يې نه منله چې ګوندې د طالبانو له لوري دې ويشتل شوې وي.
سره له دې چې پژواک خبري اژانس د الوتکې د لوېدو له ځايه وېډيو کړې وه او په وېډيو کې ښکاري، چې د الوتکې د لوېدو سيمه غره ييزه سيمه ده او طالبان په کې پراخ تګ راتګ کوي، خو امريکا لا هم وايي، چې د الوتکې پيلوټ د الوتکې له په نښه کېدو سره توانېدلی و، چې تر هوايي ډګره يې ورسوي.
د پنتاګون وياند جيف داويس وايي، چې الوتکه له ويشتل کېدو وروسته په خراب حالت کې په هوايي ډګر کې لوېدلې وه.
ياده دې وي، چې په تېر لږ وخت کې د بهرنيانو او دولتي ځواکونو ۶ الوتکې راوغورځېدې، چې طالبان يې د ټولو د په نښه کولو دعوه کوي، خو امريکا او افغان دولت له دې يوې پرته د نورو ټولو په اړه وايي، چې د تخنيکی ستونزو له کبله راغورځېدلې دي.



