د هرات غوریان ولسوالۍ مرکز د طالب جنګیالیو لاسته ولوېدو

کابل ټکی کام ۲۸میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
ذبیح الله مجاهد رسنیو ته خبر ورکړی دی چې نن مازدیګر ناوخته د دوی د جنګیالیو له لورې د ولسوالۍ پر مرکزي ودانۍ، امنیه قومندانۍ او نور دولتي تأسیساتو برید پیل شو، چې بالاخره د څو ساعتیزې جګړې وروسته د دغې ولسوالۍ مرکز د دوی د جنګیالیو لاسته ولوېدو. 
مجاهد د ۳ موټرونو د سوځېدلو او د ۲موټرسایکلونو او نورو مهماتو د ترلاسه کېدا خبر هم ورکړی دی.
مجاهد وايي چې د افغان ځواکونو له لورې بندیان کړی شوي ولسي وګړي  هم له بند څخه خوشي کړل شوي دي.
تر اوسه په دې اړه دولتي چارواکو څه ندي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button