غزني: د پوليسو له لوري دوه خبريالان وهل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱) الماس خدرخیل

د غزني د خبريالانو اتحاديه وايي، چې په دغه ولايت کې د پوليسو له لوري دوه تنه خبريالان وهل شوي ډبول شوي دي.

د دغه ولايت د خبريالانو د اتحاديې غړو رسنيو ته ويلي، چې تېر ماښام سالم غفوري او قاسم غفوري پوليسو د غزني ښار د مستوفيت په څلور لاري کې له موټرسايکله ښکته کړل او په وهلو يې پيل وکړ.

په غزني کې د خبريالانو اتحاديه وايي: که دولت د يادې پېښې پلټنه او په دغه ولايت کې د خبريالانو له زورولو لاس وانخلي نو دوی به هم د دولتي خبرونو له خپرولو نه ډډه وکړي.

تر دې وړاندې هم په هېواد کې يو شمير خبريالان د دولتي چارواکو او پوليسو له خوا وهل شوي او نه پرېښودل کېږي، چې د پېښې په تړاو واقعي خبرونه رسنيو سره شريک کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button