ټیپو سلطان نهه ویشتمه برخه

په تیر پسې…
«درنه سلطانه!» قاسم علي خان د خپل ځان د سمبالولو هڅه وکړه «بې له شکه چې په کلا کې د جنګ پراخه وسایل او د خوراک څښاک پوره ذخیرې موجودې وې خو د ایازخان په اشارې سره ټولو مسؤلینو زما د حکم څخه سر وغړاوه او زما د اجازې پرته یې د دښمنانو سره سازش وکړ اوهغوی یې کلا ته را ننویستل. په دې خاطر زه هم مجبور شوم… ما به څنګه کړي وای چې په داسې حالاتوکې د کلا څخه راوتلي وای او د سلطان حضور ته مې ځان ور رسولی وای؟»
دا ټول هر څه درواغ وو او قاسم علي خان پوره مکاري کوله. ځکه چې هغه نه یوازې د ایازخان د بغاوت ملاتړ کړی وو بلکه د سلطاني ځواکونو په خلاف یې په جنګ کې پوره ونډه هم اخستې وه.
سلطان د هغه د دې عذر نه وروسته د هغه څخه یوه بله پوښتنه وکړه:
که چیرې ستا دا خبره سهي وي چې ستا د لاس لاندې کسانو ستا له حکم نه مخالفت کړی وو نو بیا تا په دې اړه ولې سلطان یا سلطاني لښکر ته خبر ور ونه لیږه؟ په دې اړه پخپله ستا راتلو ته څه اړتیا وه؟ تا خو کولی شو چې دا خبر د کوم مخبر په لاس راولیږې، د دې نه څرګندیږي چې تا پخپله غداري کړې ده او اوس د خپل ځان د خوندي ساتلو لپاره بهانې لټوې.
د قاسم سره د سلطان د دې پوښتني په اړه هیڅ ځواب نه و، سلطان په دې اړه د سلطنت د اراکینو څخه مشوره وغوښته. ټولو په یوه خوله ددې غدار د څټ د پرې کولو سلا ورکړه.
هماغه وو….. چې سلطان د هغه د اعدامولو حکم وکړ.
بله ورځ بخشي زین العابدین ته حکم ورسید چې هغه دې غدار قاسم علي خان په سولۍ باندې و ځړوي. د شاهي حکم په اساس زین العابدین خان د محمدعلي کمیدان په لورې ورغی او ورته یې وویل:«درنه سرداره! ماته حکم شوی دی چې قاسم عليخان په سولۍ ور ځړوم، په دې اساس له تانه غواړم چې قاسم عليخان ماته حواله کړې ترڅو زه د شاهي حکم تعمیل وکولی شم.
محمدعلي کمیدان سر راپورته کړ او بخشي زین العابدین ته یې د کتلو پرته په بې پرواهۍ سره وویل:
«بخشي! آیا تاته معلومه نه ده چې قاسم عليخان زما په پناه کې دی، ښه به داوي چې هغه وبخښئ. او که نه هغه ته د پهانسۍ کولو د مخه ما باید په سولۍ را ځوړند کړئ.»
بخشي، د محمدعلي کمیدان د مرتبې او رتبې څخه پوره خبر و په دې خاطر یې د هغه سره بحث و نکړ او نه یې د هغه څخه د قاسم عليخان د په زور اخستو هڅه وکړه. بلکه د هغه ځایه پټه خوله راپاڅید او نیغ د سلطان دربار ته ورغی.
«درنه سلطانه! ما سردار محمدعلي کمیدان ته وویل چې قاسم علي خان زما په لاسو کې راکړئ ترڅو یې د سلطان د حکم مطابق په سولۍ را وځړوم، خو محمدعلي کمیدان زما په ځواب کې وویل چې قاسم عليخان د هغه په پناه کې دی او ښه به وي چې هغه ته بخښنه وکړل شي. او که نه د هغه د سولۍ د ځړولو نه مخته ما په سولۍ و ځړوئ.»
سلطان د زغم او صبر نه کار واخیست او په هغه ورځ یې د قاسم عليخان په دار ځړول وځنډول او بیا یې محمدعلي کمیدان ځانته راوغوښت.
«سردار محمدعلي کمیدانه! تا ته معلومه ده چې قاسم عليخان د سلطنت غدار او مجرم دی او د هغه په اړه د پهانسۍ کولو حکم شوی دی، پدې خاطر د قانون او حکومت د وقار او عزت د ساتلو په خاطرهغه ته پهانسي ورکول اړین دي.»
سردار محمدعلي کمیدان د سلطان د خبرو کوم ځواب ورنکړ. هو! هغه د هغه ځایه راپورته شو او د سلام کلام پرته بیرته راستون شو.
سلطان ته د هغه دا کړچار ښه ښکاره نشو خو بیا یې هم د زغم او صبر لمن پرې نښوده او د هغه د پخوانیو وفاداریو او کړچار له مخې چپ پاته شو.
بله ورځ عسکرو قاسم عليخان د سردار محمدعلی کمیدان څخه واخیست او په دار باندې د ځړولو لپاره یې مقتل ځای ته یوړ.
نور بیا….



