د معلم میرولي پر میلمستون برید کې ۱۸ چارواکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲) زرغون خوږیاڼی
د کابل په پنځمه امنیتي حوزه کې د ولسي جرګې د غړي معلم میرولي پر میلمستونو برید کې د جنوبي ولایتونو ۸ چارواکي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
تیر ماښام په کابل کې د ولسي جرګې د غړي معلم میرولي په میلمستون په داسې حال کې سرتیري بریدونه پیل شول، چې د هلمند ولایت یو شمیر نظامي مسئولینو پکې مهمه غونډه درلوده.
ځايي پولیسو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې په ملي شورا کې د هلمند ولایت استازي میرولي پر کور ۳ تنو وسله والو کسانو برید کړی، چې په کې د نوموړي زوی او۳ ساتونکي وژل شوي دي.
د پولیسو په وینا برید کې د جنوبي ولایتونو د ځینو چارواکو په شمول ۸ تنه وژل شوي دي. دوی وايي، په برید کې د ولسي جرګې د غړي عبیدالله بارکزي زوی حفیظ بارکزی، د معلم میرولي زوی او دوه لمسیان او همدارنګه د میرولي ۳ساتونکي، د ولسي جرګې د شکایتونو د کمیسیون رئيس محمد حنیف حنیفي وژل شوی دی.
په همدې حال پولیس وايي، چې په برید کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي، ویل کیږي چې په ټپیانو کې د ارزګان ولایت پخوانی امنیه قومندان ویس صمیمي هم شامل دی.
پولیسو ویلي چې معلم میرولي له سیمې روغ وتلی او خوندي ځای ته رسول شوی دی.
طالبانو د یاد برید مسئولیت منلی و، ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې ددوی سرتیرو بریدګرو په کابل کې د هلمند د پارلماني وکیل معلم میرولي پر میلمستون باندې هغه مهال ډله ییز برید وکړ، چې پکې د هلمند اړوند نظامي مسئولین را ټول شوي وو.
طالبانو تر اوسه د برید نور جزئیات نه دي ورکړي.



