زړې څیرې او د سولې د ستراتیژۍ نوې طرحه

تبصره
د پنځلسو کالو راپدیخوا د سولې په اړه حکومت او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په کال کې د جګړې، پوځي او ملکي وژنو، د افغان پوځونو د مورال، د حکومت په مقابل کې د ولس د غبرګون، په لوړه کچه د افغاني او بهرنیو ځواکونو د شریکباڼو افغانستان سره په مرستو کې د غبن او فساد د جاجونې وروسته یو غږ کوي، چې په افغانستان کې سوله خپله د افغان ولس او د سیمې د هېوادونو په ګټه ده، خو په حقیقت کې د سولې په مخ کې خپله حکومت او ملګري ملتونه خنډونه را ولاړوي.
د روان کال په لومړیو کې چې د سولې د شورا غړي د پرلپسې نیوکو سره مخ شول او د میلیونو ډالرو په لګښت په هېواد کې د پخواپه څیر جګړه دوام لري، کلي، کورونه، جوماتونه، جنازې او ودونه تر بمباریو لاندې نیول کیږي، حکومت د سولې په شورا کې د اشخاصو په تغیر سره ولس او نړیوالو ته سترګې تورې کړې چې وروسته له دې به په افغانستان کې د سولې د شورا په هڅو امن د جګړې ځای ونیسي.
د درې میاشتو هلو ځلو په دوام د سولې شورا یوه طرحه جوړه کړه، چې د سولې د ستراتیژۍ د نوې طرحې په نامه یې و نوموله، د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ وړم ماښام د ملي امنیت شورا په غونډه کې د سولې او پخلاینې د ملي ستراتیژۍ پر نوې طرحې بحث وشو.
د پنځلسو کالو په تیریدو سره په افغانستان کې هیڅ ډول د کورنۍ او بهرنۍ، ګاوانډيو هیوادونو او نړیوالو سره د پالیسۍ د شړلو ستراتیژي نه ده جوړه شوې، خو اوس ددې نوې جوړې شوې ستراتیژۍ نوې طرحه چې د سولې د شورا له خوا تدوین شوې، په کې د سولې پروسې لپاره د میکانیزم پر پیژندنې، سولې ته د نوي تعریف ورکولو، تشکیلاتو او اصلاحات، د ښځو او مدني ټولنې د رول زیاتوالي، د حساب ورکولو، روڼتیا، څارنې، اعتبار او موثریت په رامنځته کولو ته پکې ځای کړل شوی دی، چې تیرو کلونو کې په دې ټولو باندې په وار وار بحثونه شوي او کومه نتیجه یې نه ده ورکړې، یوځل بیا همغه زړه ناچله فرموله په نوې بڼې سره د نوې ستراتیژۍ په نامه سره وړاندې کړه.
اشرف غني په غوڼده کې د ارګ څخه د خپرې شوې اعلامیه تکرار کړه، چې دا ستراتیژي د تیرو تجربو او نننيو شرایطو پر بنسټ د سیاسي مذاکراتو د ترسره کولو، د ملي اجماع د رامنځ ته کولو او بینالافغاني سولې پروسې د دوام لپار جوړه شوې ده، غنی له ولسه وغوښتل چې د نوې ستراتیژۍ د عملي کولو لپاره ملاتړ او همکاري وکړي.
حکومت وایي دا لومړی ځل دی، چې د سولې او پخلاینې د ملي ستراتیژۍ په تصویبولو کار کوي؛ خو کارپوهان پدې باور دي چې د سولې او ملي پخلاینې په نامه پروسه همغه زړه خو په بل اړخ ولس ته وړاندې کیږي. یو څه پکې زیات شوي چې هغه د ستراتیژۍ ټکی دی یواځې د ستراتیژۍ د ټکي په زیاتوالي د سولې شورا د یوکال معاشونه ځان ته حلالوي.
ملګري ملتونه، حکومت او د سولې په نامه شورا د پخوا په څیر وایي، چې د حکومت مخالف وسله وال دې وسله په ځمکه کیږدی او تسلیم دې شي، چې هر کال داډول غوښتې طالب وسله والو رد کړي او ویلي ېې دي چې د کابل اداره د سولې او مذاکراتو واک نه لري.
دا به هم څرګنده شي چې د دغې طرحې په تصویب او د افغان حکومت، د سیمې هیوادونو او نړیوالې ټولنې د هڅو په نتیجه کې به وسله وال طالبان د سولې میز ته حاضر شي او که د تیر په څیر به د سولې په اړه په خپل پخواني دریځ ولاړ پاتې شي.؟



