د المان د دفاع وزيره په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی۲) الماس خدرخېل

د المان د دفاع وزيره اورزولافون ديرلاين په يوه ناڅاپي سفر افغانستان راغلې.

د المان دفاع وزیره لافون ديرلاين به په مزارشريف کې د الماني ځواکونو پوځې اډې ته ورځي چې د کريسمس يا د مسيحيانو د اختر د لمانځلو په خوشحالۍ کې د دوی سره ونډه واخلي.

د غوڅ ملاتړ ماموريت تر چوکاټ لاندې ۹۸۰ الماني سرتيري په افغانستان کې پوځي ماموريت، د افغان پوځ روزنه او سلا مشورې ورکولو دندې ترسره کوي.

ویل کیږي، چې لافون به په بلخ ولایت کې د الماني پوځیانو اډې ته ورځي او دغلته به د خپلو پوځیانو سره وګوري.

که څه هم د ۲۰۱۴ م کال په پای کې د ناټو جنګي ماموريت پای ته ورسېد، خو د المان پارلمان تېره اونۍ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې د الماني پوځيانو ونډه د ۲۰۱۷م کال تر پايه پورې وغځوله.

وسله والو طالبانو د روان کال په نومبر مياشت کې په مزارشريف کې په الماني کونسلګرۍ سرتيري بريدونه وکړل، چې پکې يې د الماني سرتېرو په ګډون د کونسلګرۍ يو شمير افغان ساتونکو په شمول ځينې لوړپوړي چارواکي ووژل شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button