د پاکستان لمړی وزیر نواز شریف په څلو ورځيني سفر امریکا ته ورسېد

کابل ټکی کام ۲۹میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د خبري سرچینو د خبر له مخې چې د پاکستان له لمړي وزیر سره په سفر کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان، د خارجي سیاست په چارو کې د لمړي وزیر ځانګری مرستیال طارق فاطمي او د نواز شریف مېرمنه او لور ملګري دي.
د دغه سفر هدف د پاکستان او امریکا د چارواکو په ګډو ګټو د پراختیا او د راتلونکو ملګرتیاو لپاره د نویو زمینو په هکله د خبرو کولو لپاره دی.
د پاکستان لمړی وزیر نواز شریف به د امریکا له ولسمشر اوباما او د هغه له مرستیال جویډن او د کابینې له نورو غړیو سره خبرې کوي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان د لمړي وزیر نواز شریف دغه سفر څلور ورځینی سفر دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button