جواد څارگر
له هماغې ورځې د افغانانو پوزې پرې شوې، په کومه ورځ یې چې یو لاوبالي او پوچ مغزی انسان ددوهم مفکر پر نوم، پرې ومانه
یوه ډله خلک لګیا ول، اتل یې ترې جوړاوه، دناټو دویستلو افتخار یې غاړې ته ورغورځاوه، دملت پلار یې کړ، دبابا لقب یې ورته وغوښت او پر وړاندې یې بل هر څوک خس ـ خاشاک بلل
مفکر! په لومړي قدم کې دوستم تر څنګ ونیو؛ نن چې دوستم دې ملت ته کوم شرمونه زېږوي، دهمدې پوچ مغزي مفکر! له برکته یې زېږوي
ددې ملت پوزه دوستم نده پرې کړې بلکې هغه څوک یې پرې کوي چاچې دوستم تر دغه ځایه ورساوه.
هیواد مو په اداري فساد کې لومړی مقام لري؛ دا اعزاز! مو کم و، نن یې دپاسپورټ په برخه کې یو بل نړیوال اعزاز! هم درته وګاټه
هر وزیر، رئیس، وکیل او سناتور لګیا دی، له هیواده سرمایه باسي، چور ـ تالان ګډ دی، څوک دمځکو غصب ته اړم دي، څوک دهیواد تُراث چور کوي، څوک معادن غلا کوي او یو منظم ګروپ خلک لګیا دي تجاران او شتمن خلک اختطاف کوي او بیا یې دنغدو مقابل کې ایله کوي
دپرون ورځې خبره ده؛ دننګرهار په روښان مېنه کې، دیوه سپین ږیری شتمن موټر په داسې حال کې چې زنانه ورسره ناستې دي، او روغتون ته روان دی د اختطافچیانو له لورې دروَل کېږي
سپین ږیری ورسره له تللو انکار کوي، اختطافچیان ډزې په کوي او سپین ږیری په زخمي حالت کې تښتي.
دا واړه غله ندي، او نه دکلیوـ بانډو چرسیان ـ بنګیان دي، دا خلک تر شاه منظم بانډ لري، کړۍ په کړۍ پېئل شوي او نېغ په نېغه له خارجي سفاراتو سره وصل دي
تاسې لېږ دښاریاتو جاج واخلئ، هر شتمن او تجار ترې په منډه دی، دهیچا مال ـ هال خوندي ندی، هر یو پر خپل کاروبار، او عیال وېرېږي
تنها په ننګرهار کې تېره میاشت چې زما سره ثبت پراته دي، له شلو زیاتې د اختطاف پېښې ترسره شوي
دکابل حال له دې بدتر دی، دقندهار همدغسې بوله، په مزار کې هر څه دعطاء دي، پنجشېر ګرَو دی، دهرات حال دویلو ندی
دهیواد سوله پاله او باوري افراد په مرموز ډول وژل کېږي، او دترور هڅې یې روانې دي، چې نږدې بېلګه یې دطالبانو دپخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف دترور ناکامه هڅه ده.
یوه بله وبا چې په دې وطن خپرېږي او دغربي ډیموکراسۍ ارمغان یې بللی شو؛ دلواطت او زنا وبا ده.
موده وړاندې برتانوي ادارې په یوه راپور کې کښلي ول؛ د افغان مسلحو قواؤو په لیکو کې لواط زور اخیستی او تقریباً هر ظابط او کنډک مشر هلکان ساتي او جنسي هوس پرې اشباع کوي
څو ورځې وړاندې مې د اردو څخه ترخیص شوی، یوه ملګري د اردو په لیکو او معسکرو کې دلواط په اړه وپوښته؛ لنډ یې وویل! څوک چې لغړزني هلکان اردو او یا پولیسو ته لېږي، تر هغې دا ورته ښه ده چې کومه رنډۍ خانه کې ټکټ په ولګوي.
الله اکبر. دغه دیو مسلمان ملت د اردو او مشرانو حال دی؛ نو تاسې وا پوزې مه پرې ندي؟
دقوم لوط عمل اوج ته رسېدلی، په رڼا ورځ چور ـ چپاؤ شروع دی، مرموز قتلونو زور اخیستی، اختطاف کاروبار ګرځېدلای، په زنا ـ شراب او فحشاء څوک شرم نه احساسوي.
رښتیا ده چې هغه اوښکې چې ملتونه یې د اسارت لاندې تویوي، هغه خولې دي چې دوی د ازادۍ لپاره ونشوای بهولې.

















