(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۶) الماس خدرخیل
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت د امر پر موټرو سرتيری بريد شوی.
د دغه ولایت د والي وياند عمر ځواک رسنيو ته ويلي، چې دغه برید نن دوشنبې تر غرمې مخکې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې رامنځته شوی دی.
د هلمند د والي ویاند عمرځواک ويلي، چې ددې ولایت د امنیت امر د پولیسو او اردو ځواکونو سره یو ځای نهرسراج ولسوالۍ ته د عملیاتو په موخه روان و، چې د لښکرګاه ښار لومړۍ دروازې سره نږدې پرې سرتیری موټر بم برید وشو.
نوموړی زياتوي، چې بريد د نوموړي پر موټر ترسره شوی خو خپله د امنیت امرسمونوال ګلي خان ته زيان نه دی اوښتی.
هغه ویلي دي چې د پولیسو د امنیت امر د هلمند – کندهار ولایتونو د په لویه لاره کې په عملیاتو کې د ګډون په موخه روان وو چې سرتيری برید پرې وشو.
تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې د بريد مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی، خو د هېواد په ټولو ولايتونو کې وسلوال طالبان په دولتي نظامي کسانو بريدونه ترسره کوي.
عمر ځواک د امنیت امر د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.


















