(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۶) الماس خدرخیل
طالبانو کابل ټکی کام ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی په نني سرتيري بريد کې ۳۲ تنه پوليس وژل شوي دي.
سرتيری بريد د هلمندولایت مرکز لښکرګاہ ښارمربوط دشیشک په سیمه کې ترسره شو.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ادعا کړې، چې په نوموړي بريد کې يې ۱۳ تنه پوليس وژلي او د قومندان عطاءالله په شمول ۱۹ تنه نور سخت ټپيان شول.
په خبرپاڼه کې راغلي چې بريد د حافظ عبدالظاهر نوزادي له لوري د هلمند د امنيه قومندانۍ د امنيت د امر په موټريز کاروان ترسره شوی دی.
نن له غرمې مخکې د هلمند د والي ویاند عمرځواک رسنيو ته وويل، چې ددې ولایت د امنیت امر د پولیسو او اردو ځواکونو سره یو ځای نهرسراج ولسوالۍ ته د عملیاتو په موخه روان و، چې د لښکرګاه ښار لومړۍ دروازې سره نږدې پرې سرتیری موټر بم برید وشو.
خو نوموړي صرف د يو تن پوليس د وژل کېدو او درې تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.
بايد وويل شي، چې د وسلوالو طالبانو او امنيتي ځواکونو ته وخت ناوخت ځاني تلفات اوړي چې دواړه خواوې خپل تلفات کم ښيي.


















