شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

د جدي شپږمه د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
دسمبر 26, 2016
کټګوریانې: سرمقاله
0
48
ځلې شریک شوی
596
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

 سرلیکنه

هر کال چې افغانان په داخل او که په بهر هېوادونو کې وي د جدي شپږمه د یوې نه هیریدونکې تورې ورځې په نامه غندي. دا ورځ د افغانستان په پاک حریم د سرو وحشي روسي پوځونو د یرغل ورځ ده.

دا ورځ په افغانستان کې د تباهیو، بې کوریو، د ملي ارښتونو د پښو لاندې کولو، د وینو د توییدو او تر نن ورځې پورې د ټولو  بدبختیو د پیلامې ورځ ده.

د جدي په شپږمه سرو وحشي ۱۲۰ زرو پوځونو چې هوايي مرګونو الوتکو او د افغانستان د تباه کوونکو شوبلو کتارونه یې په مخ کې وو، د افغانستان په پاکه خاوره یې پلید قدمونه کیښودل.

روسانو چې کله د جدي په شپږم ماښام د افغانستان سرحدونه تر پښولاندی کول دا د هغوی خپل تیری نه و، بلکې په افغانستان کې یو شمیر هغه تور مخوکمونستانو یې بدرګه کوله، چې دکریملین په اخور را لوی شوي په  و‌طن خاوره، حیا، ناموس، دین، افغانی غیرت او  د هر څه په  سودا یې کریملین ته  دخپلې غلامۍ ثبوت ورکړ.

د۱۳۵۸ه ش کال د جدي شپږمه چې د افغانستان په تاریخ کې د تورې او کرغیړنې ورځې په نامه یادیږي، دا ورځ خپله توره نه ده، بلکې په دې ورځ چې روسانو  پر افغانستان یرغل وکړ، د افغانستان د مظلوم ولس سر او  مال یې دواړه په خطرکې واچول. ددې ورځې اعمال د غندلو  وړ دي او په راتونکي  کې به هم غندل کیږي.

په دې ورځ چې څه وشول هغه د افغانستان په تاریخ کې یو تور باب دی، ځکه ورته خلک توره ورځ وایي، ټولې ورځې خپل خدای ج ته د عبادت ورځې دي، ددې ورځې له غندلو غرض هغه اعمال دي چې په دې ماښام سر ته رسیدلي دي.

د تورمخو کمونستانو په مستقیمه لار ښونه، چې همدا اوس هم په موجوده اداره کې په لوړو پوستونوکارکوي، روسانو ته یې پر خپله خاوره د تیري زمینه برابره کړه، افغانستان ته روسان همدې بې دینه تورمخو کمونستانو راوستل. له کومي ورځې چې کمونستانو د کمونیزم سور بیرغ د افغانستان په پاکه خاوره پورته کړ، د ثور د اوومې کودتا یې وکړه، له همغې ورځې د افغان ولس د بربادیو او  وینو بهیدل پیل شوي دي، تر نن ورځې پورې چې په افغانستان کې څومره وینې توییږي او څومره ورانۍ وشوې او لا کیږي پیل یې له غلامو کمونستانو لخوا شوی دی.

په توپونو او ټانکونو سنبال ۱۲۰زره روسي سرې لښکرې چې افغانستان ته را داخلې شوې، نړې یې حیرانه کړه او آن غربي بلاک سره یې د خپل ځان او هیوادونو خطر پیداکړ؛ خو په سوونو الوتکو او زرګونو ټانکونو سورو روسانو سره چې تش لاسو افغانانو مقابله پیل کړه او د خپل ایمان په قوت یې د هغوی لښکرې تار مار کړې، نړیوال د افغان مجاهد ولس شهامت او عظمت ته ګوته په غاښ پاتې شول.

کله چې هم د جدي شپږمه غندل کیږي، د نورو  ولایاتو د شهیدانو ترڅنګ د سرو وحشي روسانو ډله ییزې وژنې، چې د کونړ ولایت په کیراړ کې یې په یوه ورځ تر زرو زیات ولسي وګړي په شهاد ت ورسول، د سرکاڼو شهیدان چې په خپلو وینو کې یې په ډله ییزه توګه ولمبول او د څرخي پله زندانیان چې د هغوی د ګل غوندې ځوانۍ یې تر خاورو لاندې کړې دا مرګونې پیښې د هر افغان سترګو ته ودریږي.

په ۱۳۵۸ه ش کال دجدي شپږمه د افغانستان په تاریخ کې یوه نه هیریدونکې پیښه ده. که د هیواد پاکو شهیدانو ته نظر وکړو په کومه بې رحمۍ سره چې تورمخو کمونستانو او د هغوی بادارانو روسانو افغانان شهیدان کړي دي باید هر کمونست په نن  ورځ چې په هر ځای کې وي په دار وځړول شي، چې په افغانستان کې د وینو تویولو اصلي بنسټګر کمونستان دي.

هو! هو روسانو د افغانستان په پاکه خاوره یرغل وکړ؛ خو له نیکه مرغه په تش لاس خو د ایمان او افغاني غیرت په قوت سمبال افغان مجاهد ولس یې دومره په میړانه مقابله وکړه، چې د هغه نوښت د شوري اتحاد ټوله امپراطوري یې ور ړنګه کړه.

دابه هم ومنو چې د روسانو په تښتولو کې به د بهرنیو هیوادونو وسلو او ګاونډیو هیوادونو اخلاقي مرسته لاس کړي وي؛ خو یواځې وسلې هم څه نه شي کولای ترڅو د ایمان قوت موجود نه وي.

 روسانو ته افغانانو په خپله میړانه ماتې ورکړې ده. روسانو په وسلو او مادیاتو او افغان مجاهد ولس په خپل ایمان او عقیده باور درلود، چې د کمونستانو  په اصطلاح نه ماتې تیدونکې امپراطوري یې ورته دړې وړې کړه.

روسانو چې په افغانستان کې خپله ماته درک کړه، نو د خپلو غلامانو په بدلو ن یې پیل وکړ، ترکې بې په امین او امین یې په کارمل وواژه.

روسانو په افغانستان کې د زمرو زړو مجاهدینو د مقابلې توان نه درلود او سرماتي او غاښ ماتي له افغانستانه وتښتیدل، که خدای کول د افغان ولس ایماني قوت به موجوده امریکایي او ورسره اشرباڼي یرغلګر هم کاملا په تیښته کړي او بشپړه ازادي به د افغان ولس په برخه شي. ان شاء الله .

مخکینې مطلب

یوسف احمدي: د هلمند په سرتيري بريدکې ۱۳ پوليس وژل شوي او ۱۹ ټپيان دي

بل مطلب

کابل: د پولیسو په جامه کې د غلو ۵ کسیزه ډله نیول شوې

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com