حزب اسلامي: درې مياشتې وشوې خو د هوکړه ليک يوه ماده هم نه ده عملي شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۵۹ مرغومی ۷) الماس خدرخیل
د ګلبدين حکمتيار تر مشرۍ لاندې د حزب اسلامي غړي وايي، چې ګډ حکومت د هوکړه ليک مادې لا هم نه دي عملي کړي.
د دغه ګوند غړو ازادۍ راډيو ته ويلي، چې د حزب اسلامي او ګډ حکومت تر منځ د سولې پر هوکړهلیک، شاوخوا درې میاشتې اوړي، خو تر دې دمه د هوکړهلیک، یوه ماده هم نهده عملي شوې.
د دې حزب ویاند حشمتالله ارشد ازادۍ راډیو ته وویل:”د حزب اسلامي د غړو او مجاهدینو تمه دا وه چې د هوکړهلیک هره ماده باید ژر پلې شي، خو ډېر وخت تېرېږي چې د دې حزب یو بندي هم ازاد شوی نهدی او کوم بندیزونه چې پر دې حزب لګېدلي تر اوسه پر ځای پاتې دي او له کډوالو سره چې کومې ژمنې شوي اجراء شوي نهدي، موږ په دې برخه کې له حکومت ناراضه یو.”
نوموړی د هوکړه ليک د نه عملي کېدو لامل په ګډ حکومت کې د همغږۍ نشتوالی او حزب سره د ځينو کړيو مخالفت بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې مياشتې مخکې د حکومت او حزب تر منځ د سولې هوکړه ليک د عملي کولو لپاره يوې کمېټې هم خپل کار پیل کړی دی، خو کومه نتیجه يې نه ده ورکړې.
په دغه کمېټه کې د حکومت له لوري اکرم خپلواک، فيض الله ذکي، محمد مسعود اندرابي او د حزب له خوا قاضي عبدالحکيم، محمد امين کريم او غيرت بهير، د سولې شورا له خوا هم درې غړي شامل دي.
یاده کميټه دنده لري، چې په افغانستان کې د حزب اسلامي بنديان خوشې کول، پر دغه ګوند د بنديزونو لرې کول او د ملګرو ملتونو له تور ليست څخه د حزب د مشرانو نومونه ويستل شامل دي.
افغان چارواکي وايي، چې پر حزب د لګېدلو بنديزونو ليرې کولو او د ملګرو ملتونو له تور ليست څخه د دغه ګوند د مشرانو نومونو ويستلو لپاره يې خپل غوښتنليک د ملګرو ملتونو سازمان ته سپارلی دی، خو حزب اسلامي ويلي، چې تر دې دمه يې کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.
په تازه راپورونو کې ويل شوي، چې د فرانسې حکومت د ګلبدین حکمتیار نوم له تور لیست څخه د ویستلو سره هم مخالفت څرګند کړ دی.



